نړۍ

اردوغان: په ۲۰۱۸  کې به خپلې بهرنۍ تګلاره نوره هم تونده او جرئتمنده کړو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل):  د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان هوډ کړی، چې هېواد به يې د نوي ۲۰۱۸ کال پر مهال خپله بهرنۍ تګلاره نوره هم تونده او جرئتمنده کړي.

اردوغان خپل ولس ته په ټلويزيوني وينا کې وويل، چې «ترکيه د سيمې د مسائلو له اواري پرته خوندي نه شي پاتې کېدای او له همدې امله موږ اړ يو، چې خپله بهرنۍ تګلاره نوره هم فعاله، له جرئته ډکه او د چيلنجونو په منلو پر مخ بوځو.»

د ترکيې ولسمشر وويل، چې «موږ پوهېږو، چې نوی کال به له ځان سره په هېواد کې دننه او بهر  نور بدلونونه هم راوړي، له همدې امله موږ بايد په دواړو برخو کې خپل ځواک زيات کړو، د ولس او حکومت تر منځ اړيکې بايد نورې هم غښتلې کړو، تر څو د هېواد او ترکانو لپاره د پېښېدونکو ګواښونو مخنيوی وکړو.»

د اردوغان د خبرو ډېری برخه د بیت المقدس موضوع په اړه وه او ويې ويل، چې بیت المقدس د مسلمانانو او د نړۍ د مظلومانو لپاره په ټولې نړۍ کې يو امتحان دی او ژمنه يې وکړه، چې ترکيه به د ژوند تر وروستۍ سلګۍ د القدس شریف د دفاع او ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د ترکيې ولسمشر دا ټينګار هم وکړ، چې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري بیت المقدس د اسرائيلو پېژندلو اعلان په نړيواله کچه وغندل شو، ملګرو ملتونو د رايو په قاطع د امریکا پرېکړه رد کړه او د امریکا او اسرائيلو په ګډون يوازې نهو هېوادونو د بیت المقدس پر ضد رايه ورکړه او ۱۲۸ هېوادونو د بیت المقدس ملاتړ وکړ.

دترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سيمې او اسلامي نړۍ په کچه داسې ګامونه پورته کړي، چې د نړۍ د مسلمانانو سترګې هم تر ډېره ترکيې ته اوړي او په ځانګړې توګه د بیت المقدس په اړه ولسمشر اردوغان د اسلامي هېوادونو هغه يوازينی ولسمشر و، چې د اسرائيلو په ملاتړ يې د امریکا پرېکړه رد کړه او تر اوسه هم د اسرائيلو او امریکا پر ضد توندې څرګندونې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

دا سمه ده چه دا ځل د نورو وختو په خلاف اردګان د القدس په اشغال کی دننه اشغال باندی توندی نیوکی وکړی او د القدس اشغال کی بیا اشغال یی د شعارونو تر کچی وغندلو ان تر ملګرو ملتو یی خبره ورسوله د ملګرو ملتو اکثریت مطلق د اسراییلو او امریکا دا استعماری او کفری عمل په ضد رایه ورکړه. مګر : د هغه بی وزنه ملګرو ملتو غندنه یواځی دومره ګټه ولرله چه مظلوم بشریت لږ ویښ شوی امریګا یی وپوهوله چه خلک ورسره کرکه لری مګر تر کرکی پورته نور څه ورسره چه د مظلوم بشریت دفاع… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x