نظــر

ته غل یې او هیڅ شرم نه لري !

احمد مختار

دا توهین آمیزه خبرې تیره ورځ په ولسی جرګه کې د کنړ ولایت استازي صالح محمد صالح د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف (ابراهیمي) ته په ډیره تونده لهجه وکړي.

ښاغلی صالح محمد صالح د ولسي جرګې له عمومي میګروفون څخه په ډیر لوړ اواز د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي ته يه خطاب کې وویل (( ته غل یې په ښکاره دي د پارلمان له بودیجې څخه پنځه ملیونه افغانی غلاکړي هیڅ شرم نه لري!))

له څو میاشتو راهیسي د ولسي جرګې د مرستیال همایون همایون او ځینو غړیو لخوا د دې جرګې پر رئیس عبدالرؤف ابراهیمي تور لګول شوی چې نوموړي د ولسې جرګې له بودیجې څخه پنځه ملیونه افغانۍ غلا کړې چې بالآخره تیره میاشت د یادې موضوع د سپیناوي لپاره د ولسي جرګې له غړیو څخه یو پلاوی تعین او د هغوی په مخکي عبدالرؤف ابراهیمي د جرګې له بودیجې څخه غلا کړې پنځه ملیونه افغانۍ پرځان ومنلې او د بیرته ورولو ژمنه یې وکړه خولا یې هم تر اوسه خپله ژمنه نه ده عملي کړې.

که څه هم چې تر امریکايي اشغال لاندې په جوړشوي حکومت کې غلا او اختلاس عادي خبره اوله شخص ولسمشره نیولې تر عادي مامور پوري ټول د دولتي شتمنیو په غلا او اختلاس کې ښکاره لاس لري.

د امریکایانو لخوا د افغانستان د اشغال له پیله تراوسه پوري ۸۰۰ میلیارده ډالره د نړیوالې ټولنې لخوا افغانستان ته د مرستو په نوم راغلي چې دا اندازه پیسې واقعا هم په هرلحاظ د افغانستان د ټولو اقتصادي بنسټونو د بیا رغولو لپاره کافي وي .

مګر افغانان ویني چې له همدې سلګونو میلیارد ډالري مرستو سره سره بیاهم د افغانستان اساسي بنسټونه همداسې وران ویجاړ پاتې دی او دا په سلګونو میلیارد ډالره مرستې ټوله د همدې دولتي غاصبو او غلو چارواکو لخوا په ښکاره سره حیف ومیل شوې دي.

ولسي جرګه د هیواد د یوه معتبر تقنیني ارګان په حیث نه داچې د ښکاره غلو لخوا رهبري کیږي؛ بلکې د هیواد په کچه معلوم الحاله اختطاف چیان، د نشه یې توکو کاروباریان او د اجنبي هیوادونو د استخباراتي شبکو غړي په ولسي جرګې کې د ولسي استازو په نوم راغونډ شوي.

د بیلګې په توګه لالی حمید زی چې خپل ځان په ولسي جرګه کې د کندهار د خلګو استازی معرفي کوي همدا تیره ورځ په کابل کې د ساحل منصوري سوداګریز شرکت د مشر بریالي منصوري لخوا پردې تورن شوی چې د نوموړي په اختطاف او یرغمل کولو کې یې لاس لري.

د پژواک خبري اژانس په شمول د رسنیو لخوا د نشرشویو معلوماتو پر اساس بریالي منصوري ویلي چې شخص لالي حمید زي د ده په تښتونه کې لاس لري او د خوشي کولو په بدل کې یې تري د یو میلیون ډالرو غوښتنه کړې ده .

یواځې ولسي جرګه نه بلکې د مشرانو د جرګې مشرفضل هادي مسلمیار او ډیری نورغړی یې هم په سړي تښتونه ، د نشه يي توکو په قاچاق او غلاګانو کې ملوث دي.

همدا وجه ده چې افغانستان د شفافیت د نړیوال سازمان د احصایو له مخې هرکال په اداري فساد او اختلاس کې لومړی مقام خپلوي او اداري فساد (غلا) اوس د دولتي چارواکو په منځ کې دیوه فرهنګ حیثیت غوره کړی دی.

دا هغه حکومت دی چې د امریکایانو د پوځي اشغال په نتیجه کې د قانون پلي کولو پلمه ایجاد شوی او د هغه د حاکمیت لپاره یې په زرګونو بهرني پوځیان دلته وژل شوي او په تریلینونو ډالره مالي لګښت باندې راغلی دی .

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لاَ تُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ قَالُواْ إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ(11) أَلا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَـكِن لاَّ يَشْعُرُونَ(12) البقرة

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

“the fight is on free dollars” every body wants it, some have it some do not, Taliban want it, Haqanis want it, ISI wants its share, When Ata noor has two Milliard dollars because he did so called jehad so did other Mujahedin. This is the root cause of all the problem, every body wants its share.

غ.حضرت

سلامونه.
د یو انسان پر بیولوژیکی او فزیکی جوړښت باندی ملنډی وهل په حقیقت کی د خدای پر صنعت ملنډی وهل او ناجائز کار دی خو:
تاسی ددې لالی حمید زی شکل او قوارې ته ځیر شی، د یو مشرک او فاسق او فاسد او فاجر او حتی قاتل غوندی شکل او قواره لری، د روحیاتو د علم له نظره، عبوسه او خبیثه څېره د عبوس او خبیث شخصیت سره مستقیمه اړیکه لری، لدې کبله ټول انبیاء او اولیاء او اصدقاء د ښکلو څېرو خاوندان دی او ټول شرور انسانان، داعش او دا لالی غوندی د پلیدو څېرو خاوندان دی.

عبدالکریم

1یولالی حمیدزی ندہ دا دہ فارلمان غڑی اکثرہ غڑی یہ غلہ اوفاسقان دہ کوم یویہ شہ سڑی بولی لہ مشرہ ٹرکشرہ فوری ٹولہ یاخوغلہ یاشرابیان دہ دا دہ ٹولو مشرفضل ھادی ……… نولہ چاگلہ کوی نو الله ج دہ داٹول خنزران پہ خفل قدرت نیست نعبودکی الله ج دہ زموژ پرحال فزل کرم وکی وسلام

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x