
د بدخشان په ویر
بیا د اوښکو په څپو کې
د دریاب په ګرادبو کې
د زرین کاڼي امید دی
یا د ژوند په یوه شېبه کې
د نړۍ په ها ګوښه کې
د غاټولو ټولول دي
د مرګو حسابول دي
یا په توره شپه په دښته
په یوه وچه هدیره کې
د یونیم ګز خاورو لاندې
د ژوندیو لټول دي
څه کول دي؟څه کول دي؟؟؟