ایران په ټیلیګرام او عربي اماراتو پر سکایپ بندیز لګولی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په عربي متحده اماراتو کې د اتصالاتو شبکې پخپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې حکومت د سکایپ د غیر قانوني چلند په اړه په ټول هېواد کې سکایپ اپلیکیشن بند کړی دی.

د سکایپ لخوا ځینې غیر قانوني ( Voice over Internet Protocol) چلند د عربي اماراتو هېواد لپاره ددې لامل شوی چې پر سکایپ بندیز ولګوي.

خو د مخابراتو چمتو کونکو خپلو کاروونکو ته ډاد ورکړی چې د انترنیتي خدماتو له لارې ددوی لپاره د خپلو کورنیو او ملګرو سره د اړیکو ټينګولو لپاره ځینې قانوني لارې شته چې کار ترې واخلي.

له بل پلوه په ایران کې د روان کړکیچ له امله د ایران حکومت له ټیلیګرام غوښتي و، چې په ټیلیګرام کې د لاریونونو او روان کړکیچ انځورونه او ویډیوګانې نشر ته پرې نه ږدي خو ټیلیګرام یې پوره غوښتنې نه دي منلي، اوس د ایران حکومت پرېکړه کړې چې په هېواد کې یې پر ټیلیګرام بندیز ولګوي.

خو داسې بریښي چې د حکومت دغه پریکړه به ددوی لپاره نورې ستونزې راولاړې کړي، ځکه چې په ایران کې په زرګونه خلک ټیلیګرام تعقیبوي، ددې مشتریان ویډیوګانې او انځورونه شریکولو سره د خپلو سیاستوالو، ملګرو او داسې نور ګروپونه تعقیبوي، او شاید په نیزدې وخت کې د ټیلیګرام کاروونکو لخوا پر حکومت نیوکې وشي، ځکه چې په تېرو ټاکنو کې د ټیلیګرام او نورو ټولنیزو رسنیو مهم رول ولوباوه.

سرچینه: gulfnews.com/ ctvnnews.ca

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د