نړۍ

الجزيره ټلويزيون په چينايي ژبې خپرونې پيلوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل):  د الجزيرې ويبپاڼې د اولسمې کليزې په منابست الجزيرې شبکې د خپل ۲۲ کلن ژورناليستيک خدمت د نمانځنې پر مهال په چينايي ژبې د خپرونو اعلان کړی دی.

الجزيره شبکه وايي، چې د کلتورونو د تبادلې، د بشري حقونو د درناوي او خپلمنځي احترام د خپرولو په موخه يې په چينايي ژبه د خپرونو د پيل هوډ کړی او دا لومړی ځل دی، چې يوه عربي رسنۍ له عربي او انګليسي وروسته په چينايي ژبه هم خپرونې پيلوي.

له تېرو پنځلسو کالو راهيسې الجزیره د چين په پلازمېنه بيجينګ کې دفتر لري. د الجزيرې مسؤولين وايي، چې د تېرو پنځلسو کلونو پر مهال يې د چين کلتور،تمدن، سياست، اقتصاد او ټولنيز ژوند له نژدې څېړلی او کولای شي، چې په چينايي ژبه د چين د خلکو له غوښتنو سره سمې خپرونې او پروګرامونه وچلوي.

الجزيره شبکه له تېر يوه کال زيات وخت په ټولنيزو رسنيو کې هم په چينايي ژبې خپرونې کوي، په چين کې د ټويټر د بدیل «وي بو» او د ويډيوګانو لپاره «مياو بای» چينايي کانال کاروي او اوږده راپورونه په «ويچاټ» شبکې خپروي.

د الجزيرې يوه مشر دوکتور یاسر بشر ويلي، چې د عربي خپرونو موخه يې دا ده، چې چين ته د عربي کلتور انځور او د چين په اړه د عربي ولس نظرونه ورسوي.

د الجزيره.نت مدير محمد المختار خليل هم دغه ګام اړين او ګټور بللی دی.

دی وايي، چې د الجزيرې چينايي څانګه به پر هغو خبرونو ډېر ترکیز کوي، چې د چينايانو لپاره ګټور او اړين وي او په دې کې به نړۍ ته د چين د نظر رسولو غوښنه برخه هم وي.

الجزيره وايي، په چينايي ژبې د خپرونو لړۍ په داسې حال کې پيلوي، چې چينايي ولس له تېرې اوږدې مودې راهيسې د عربي نړۍ په اړه د بشپړو او هر اړخيزو معلوماتو له نه شتونه شکایت کوي او وايي، چې دوی د عربي هېوادونو په اړه ډېری معلومات له درېيم لوري تر لاسه کوي، چې کېدای ډېر وخت ناسم هم وي او د هغو معلوماتو له مخې به د دوی برداشت او پرېکړې هم ناسمې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x