افغانستان

هرات کې د سرطان د ناروغانو شمېر زیات شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په هرات کې د سرطان ناروغۍ د ناروغانو شمېر د تېرو څو کلونو په پرتله ډېر شوی دی.
په هرات کې د سرطان د درملنې یوازېني خصوصي مرکز مشر ډاکټر هارون فېروز وايي، په تېرو اوو کلونو کې یې د ۷زره ناروغانو تشخیص کړی، چې په سلو کې ۸۰ سلنه یې د سرطان ناروغان وو.

د فېروز په خبره، په ۲۰۱۰ز کال کې یې په هرات کې د سرطان ناروغۍ د تشخیص او درملنې مرکز جوړ کړی، چې د زرګونه تنو یې تشخیص کړی، چې ډېری د سرطان په ناروغۍ اخته وو.

ښاغلي فېروز له عامو خلکو غوښتي، چې د سرطان ناروغۍ پر وخت تشخیص وکړي او ځانونه دې له دې وژونکې ناروغۍ څخه وژغوري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کره سر شمېرنو له مخې اوسمهال په افغانستان کې ۲۰زره کسان د سرطان په ناروغۍ اخته دي، چې ۳۵۰۰ یې مېرمنې دي.

د روغتیا نړیوالې ادارې«WHO» د روان کال د تلې میاشت کې په خپل راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې هر کال ۱۷۰۰ ښځې یوازې د سینې د سرطان له امله مري، چې دغه شمېره په نړیواله کچه لومړۍ ده.

په هرات کې د سرطان د ناورغانو شمېر داسې مهال زیات شوی، چې د دغې ناروغۍ د تشخیص او درملنې مرکزونه په افغانستان کې په نشت حساب دي.

امریکا او نړیوالو مرستندویه ادارو په تېرو ۱۶کلونو کې له افغان حکومت سره میلیاردونه ډالر مرسته کړې؛ خو په افغانستان کې د سیمې په کچه هم یو روغتون نشته، چې ناروغان پکې خپله درملنه وکړي.

د روغتیا وزارت وايي، هر کال افغانان په بهرنیو کې هېوادونو کې ۳۰۰ میلیونه ډالر د بېلابېلو ناروغیو په درملنه مصرفوي، چې ډېری یې پاکستان، هندوستان، ترکیې، ایران او اروپايي هېوادونو ته د خپلې درملنې لپاره ځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x