پښــــتو ادب

وږی ـ لنډه کیسه

سره تړلي خس يې د انګړ منځ کې غورځار کړ، په لستوڼی يې د تندي خولې پاکې کړي، اشپزخانې ته يې ورمنډې کړې:
ـ ادې! سخت وږی یم، پاک وچ خس دي اوس به نو اور نه مړکېږي.
موريې د شریف خولي تندی ښکل کړ، چوپ يې ډېر ورته وکتل، زړه يې وخوږېږيد، یواځينی شپږ کلن زوی ورته تر بل هروخت ښه ښکاره شو.

شریف پښې په ځمکه وټکولې:
ـ ادې! وږی یم.
دې ټکان وخوړ، وارخطا يې وویل:
ـ ادې دې جار شه، زه خس راوړم، ښه خوږه ډوډۍ درته پخوم.
ده منډه کړه، د موټرسایکل زوړ ټایر ته يې وړوکی لرګی برابر کړ، په انګړکې يې ګرد راګرځاوه.
««»»
د تناره لومړۍ ډوډۍ يې په لمن کې کېښوده، په خوند خوند يې څومړۍ ترې وکړې، سريې تاو شو، ويې خندل:
ـ ادې!مځکه داسې راچرخېږي.
دې له تناره ډوډۍ راپورته کړه، ورپوی يې کړل، سرپرې وګرځيد، د اشپزخانې دېوال پرې راټيټ شو، شریف د مور غېږې ته ورټوپ کړل،تېرې غبرګې کوکې، په درانده غروهار کې ورکې شوې.

لیکوال: دادمحمد ناوک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x