افغانستان

د ټاکنو کمېسیون: یوازې د طرحې د پلې کولو لپاره ۲۸میلیونه ډالرو ته اړتیا لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء مشر امام محمد وریماچ وايي، ۲۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري، چې خپلې طرحې پلې کړي؛ خو تراوسه ورسره نه افغان دولت او نه هم نړیوالو ادارو مرسته کړې ده.

د وریماچ په خبره، د ټاکنو کمېسیون او یوناما ترمنځ د شوې هوکړې له مخې د ټاکنو کمېسیون د نوې طرحې د پلې کولو ۱۰سلنه لګښت د حکومت پر غاړه دی او ۹۰ سلنه لګښت به یې یوناما ورکوي.

دی وايي، د کاغذي تذکرو له مخې د رایه ورکوونکو د نوملړ تازه طرحه یې حکومت ته سپارلې ده؛ خو د پلې کولو لپاره یې بودیجه نه لري چې دغه طرحه پلې کړي.

د ده په خبره، د راتلونکي لمریز کال د وري میاشت کې به رایه ورکوونکو د نوملړ د چمتو کولو چارې پیل شي.

د وریماچ په خبره، راتلونکې ټاکنې د کاغذي تذکرو له مخې ترسره کېږي؛ ځکه د برېښنايي پېژندپاڼو له مخې د ټاکنو ترسره کولو لپاره ورسره نړیوالو مرسته ونه کړه.

د ټاکنو د څار خپلواک بنسټونه وايي، په حکومت کې د شته خپلمنځي اختلافاتو له امله به راتلونکې ټاکنې د ځنډ سره مخ کېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخکې خبر ورکړی و، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د راتلونکي کال د چنګاښ میاشتې په ۱۶مه ترسره کېږي.

پر دغه کمېسیون کې د ارګ او سپیدار ماڼۍ اختلافات تراوسه پر خپل ځای پاتې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x