د وخت دساتني په اړه د اسلافو یو څو زړه راښکونکي نمونې

قیمة الزمن عندالعلماء
ژباړن/ فــدامــحــمــد فـیــضــان

یوه ډله پخواني بزرګان داسي هم وو چي شېبې به یې نه ضایع کولې.

داؤ الطائي به په اوبو کی خیشته شوي ډوډۍ غوړپوله او دابه یې ویل: د وړې شوي ډوډۍ د څښلو او د ډوډۍ دخوراک ترمینځ د ۵۰ آیاته قرائت لوستلو هومره اندازه ده.

عثمان الباقلاوي چي دائم الذکر وو ده به ویل د روژه ماتي پر مهال په خوار ک باندي زما دبوختیا له کبله زه داسي محسوسوم چي ګویا روح مي له تنه وزي.

یوه بزرګ خپلو ملګرو ته په تو صیه کي داسي ویل: چي کله زما له کوره ووزئ نو سره بیل شي له تاسو څخه به یو کس پر لار قرآن لوَلي او که سره یو ځای واست نو په خبرو به بوخت یاست.

باید پوه شو چي زمانه ډیر قدر لري آن تر دې چي یوه شېبه هم باید ورڅخه ضایع نشي ولي چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په صحیح روایت کي داسې راغلي دي:

》من قال سبحان الله العظیم وبحمده ، غرِستْله بها نخلة فی الجنة 《

ژباړه/ که چا وویل : سبحان الله العظیم وبحمده . دده لپاره به په جنت کي د خرما یوه ونه وکرل شي . یو انسان څومره ډېري شېیې داسې تېروي چي پکي له یوه لوی ثواب څخه بې بر خي کېږي! او دا ورځي په مثال د کرهڼي دي نو آیا د یوه هوښیار کس لپاره دا روا دی چي کر کیلي ته لاس ترزني کښېني او لا وبالي وکړي؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د