شعـــــرونه

غزل/ زیار

فضل الحق زیارمل

څه جدایي څه فاصلې درې څلور نورې کیسې
زمانې ودې کړې کانې درې څلور نورې کیسې

د علم کار، د قلم کار، دلته بازار نه لري
ماشومان پلوري پوکاڼې درې څلور نورې کیسې

زامن رحمت زامن نعمت او زامن هر څه ګڼي
او په لورکۍ اخلي پیسې درې څلور نورې کیسې

ټوپک سینګار، وژل یې کار نن د دې خلکو کړنې
د پرمختګ نشته کیسې درې څلور نورې کیسې

که مې پوښتې پخپل تعریف کې زیادت نه کومه
په محصلۍ تېروم شپې درې څلور نورې کیسې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x