افغانستان

سیرت:د غلام کلمه نه کاروم، خو کرزی امریکایانو راووست

نن ټکی آسیا: افغان سیاستوال او د بن لومړي کانفرانس برخوال ډاکتر عبدالستار سیرت په خپله وروستۍ مرکه کې یو لړ مهمو هیوادنیو موضوعاتو ته اشارې کړې او په دې عقیده دی، چې دویم پړاو ته د ټاکنو تلل به له ګواښه خالي نه وي.

نوموړی وایي، چې تر اوسه پورې اعلان شوې پایلې لومړنۍ دي او نهايي پایلو ته لا هم وخت شته. د کمیسیون کارونه پاته دي او پر کمیسیون زیات باور هم نشي کیدای. په انتخاباتو کې د صلاحیت لرونکی کمیسیون نه خلکو ټاکلی او نه د خلکو کیدای شي.دا شک له خلکو او کاندیدانو دواړو سره پیدا دی.

ښاغلي سیرت یو ځل بیا د سولې لپاره د منځګړې او بې پرې ډلې د را منځته کولو خبره کړې او وايي، په دې کې به ورسره استادان، محلصین او نور بې طرفه افغانان منډې-ترړې کوي.

سیرت د اساسي قانون په اړه د طالبانو دریځ ته هم نغوته کړې او په دې باور دی، چې د حکومت او مستقر قدرت په صورت کې به پر اساسي قانون له سره غور او کار وکړو.

ښاغلي سیرت په دې مرکه کې پر امریکا هم نېوکه کړې او په وینا یې، چې په لومړني بُن کانفرانس کې امریکا غوښتل په ډېره بېړه ګام پورته کړي او د هغو ۴۵ هېوادونو استازو چې په دې غونډه کې يې ګډون لاره، یوه هم د امریکا د نظر خلاف عمل نه کاوه.

عبدالستار سیرت وايي، زه به د نوکر او غلام کلمه نه کاروم؛خو په لومړني بُن غونډه کې امریکا کرزی پر قدرت راووست. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x