دیني، سیرت او تاریخ

عیسائیت په افغانستان کي (١٨)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

ایا د افغانستان اسلامي دولت د عیسائیت په خپرېدلو خبر دی؟؟؟
د ملي امنیت پخوانی مشر امر الله صالح په سپینو ټکو او ښکاره ډول سره و ولسي جرګې ته وویل چي په افغانستان کي مسیحیت په پراخه پیمانه سره روان دی.

د کورنیو چارو وزیر حنیف اتمر او د ملي امنیت وزیر امر الله صالح دواړو دا تائید کړه چي ځیني کړۍ شته چي افغانان مرتد کړي او له خپله دینه یې واړوي، و ولسي جرګې ته هغه فلمونه وښودل شول چي افغانان مرتد کیږي، او له اسلامه اوړي، امرالله صالح داهم وویل چي استخباراتي کړۍ شته چي دا کار پر مخ بیايي.
تاسی مکمل بحث په دغه لاندي لنک کي کتلای شي، دا خبر بی بی سی فارسی خپور کړیدی او عنوان یې (مسیحیت درافغانستان) دی:

http://www.bbc.com/persian/afghanistan/2010/06/100605_k02-afg-parl-christian.shtml

داخلي او خارجي رسنۍ په دې هکله څه فکر کوي؟؟؟
(سي این ایس نیوزټکی کامCNS News.com) لیکي:
په افغانستان کي مسیحیت په تیزی سره روان دی

دا راپور Michael W. Chapman برابر کړیدی.

د افغانستان «چراغ » ورځپاڼه پخپله مقاله کي تر دې سرلیک(د لویدیځ دیموکراسۍ منفی اغیزې) لاندي لیکي:

عیسائیت د افغانستان په ۸ ولایتونو کي په تېزی سره روان دئ

عیسایي مبشرین او راهبان په دلاورۍ سره خپلې هلې ځلې په تیزی سره پر مخ بیایي، حال داچي ۹۹٪ نفوس ددې هیواد (افغانستان) مسلمانان دي، او بل لور ته دغه عیسایي مبشرین او راهبان د بشري مرستو او ټولنیز کار تر بیرغ لاندي و افغانستان ته داخلیږي، او عیسائیت خپروي، خارجي قوتونه ددوی ملاتړ کوي او دوی تقویه کوي، دغه د عیسائیت تبلیغ په کابل، بامیان، پکتیا، نورستان، قندوز، غزني، بدخشان او مزار شریف کي ډېر پر مخ روان دی، دوی کورونه کرایه کړیدي او د کلیساوو کار ورڅخه اخلي او بله لا دا چي دولت ددې غیر رسمي کلیساو ساتنه او حفاظت کوي، دغه مبشرین پښتو او دری بایبلونه په وړیا ډول سره هر ځای ویشي، دوی غواړي چي دغه نسخ او فسخ دین (عیسائیت) په افغانستان کي داسی خپور کړي لکه چي په نورو هیوادونو کي یې چي خپور کړیدئ، دوی و ځوانانو ته دا وعدې هم ورکوي که چيری مرتد شی نو په خارج کي به ورته پناه ورکړي، او ددوی د ژوند بند و بست به وکړي، چي دا بل جال دی چي ځوانان جذبوي او مرتد کوي یې، لویدیځ په دې پوهیږي چي افغانان داسی سوچه اسلامي روحیه او عقیده لري چي ماته ورکول ناشونی کاردی دا ځکه څو ځلی خارجانو دلته ماتې خوړلې ده، حتي دوی د افغانستان د اسلام څخه داسی په بیره کي دي چي د اتوم بم څخه لاهم داسی نه بیریږي، نو ځکه یې اوس یې ملا تړلې ده چي افغانان مرتد کړي او خپلو شومو موخو ته ورسیږی.

http://cnsnews.com/news/article/michael-w-chapman/afghanistan-newspaper-warns-missionaries-are-promoting-christianity

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x