نوی کال / الیاس فاتح

الیاس فاتح

دا نوې ورځ د نوي مياشت ده نوی کال دی خدايه
د زړه نړۍ مو لا زړو غمو اشغال دی خدايه

د ژوند په لار مو د ويرناکو شپو تيارې خورې دي
ورک مو د امن د خوښيو سپين مشال دی خدايه

کفري اشغال په بدرنګ لاس د وحشت څيري کړی
د ګران وطن د ازادۍ د ناوي شال دی خدايه

د سولې ، امن پسرلي ورکړې د تل لپاره
د جنګ خزان مې، وطن کړی پر بدحال دی خدايه

پر زړه يې بلې دي سکروټې د فراق د بچو
د وطن بورې مور په اوښکو لوند دسمال دی خدايه

څنګه به نه شليږي،ريښې دپښتون قام د وحدت
ظالم سامراج يې ترمنځ هسک کړی ديوال دی خدايه

د نوي کال هره شيبه مې کړه يو راز د بري
د تللي کال له ناکامۍ مې ژوند ملال دی خدايه

دعمري کاروان مست ځوان پر درست جهان فاتح کړه
د امت نجونو په زخمي شونډو دا سوال دی خدايه!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د