افغانستان

تخار: درقد او اشکمش ولسواليو کې د تروريزم مدير په ګډون ۱۳ پوليس وژل شوي

نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د تخار ولايت اشکمش او درقدر ولسواليو کې د دوی نظامي ملګرو پوليسو او نورو امنيتي عسکرو سره د سختې جګړې په ترڅ پوليسو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
مجاهد زياتوي، چې د اشکمش ولسوالۍ په جګړه کې اته پوليس وژل شوي او ۷ ټپيان دي او د پوليسو په ډزو کې څلور طالبان هم ټپيان شوي دي.

خبر زياتوي، چې دغه راز درقد ولسوالۍ کې د پوليسو سره په يوه نښته کې د تروريزم مدير ضابط احمد او قومندان مزنګ په ګډون پنځه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د هيواد په شمال تخار ولايت کې اشکمش او درقد هغه ولسوالۍ دي، چې ډېری سيمې يې د طالبانو سره دي او خلک خپلې ستونزې او شکايتونه  د طالبانو مسؤولينو ته وروړي.
تېره اوونۍ هم اشکمش ولسوالۍ کې طالبانو د يو سپین ږيري قاتل قصاص کړ.
د قصاص پر مهال د سپين ږيري وارثانو طالبانو څخه مننه وکړه، چې ډېر ژر يې د دوی د وژل شوي سپين ږيري قاتل محاکمه کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x