حسد د زړه ناروغي ده

ليکنه : عبدالغفور خليلي

﴿ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ ءامَنُواْ اتَّقُواْ اللهَ وَلْتَنظُرْ نَفْسٌ مَّا قَدَّمَتْ لِغَدٍ وَٱتَّقُواْ اللهَ إِنَّ اللهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ(١٨)﴾سورة الحشر.

الله تبارک وتعالى مسلمان ته د تقوى اختيارولو او د خپل ځان سره محاسبه کولو حکم کړى دى ، تر څو هر يو انسان د خپل ځان سره محاسبه وکړي چې د قيامت د ورځې لپاره يې څه تيار کړي دي ، که يې نيک عمل کړى وي نو الحمدلله دي ووايي او د الله جل جلاله شکر دي ادا کړي ، او همدغه لاره دې تعقيب کړي ، او که يې بد عمل کړى وي ، را وو دي ګرځي او له الله جل جلاله څخه دي بښنه وغواړي ، او د خپل زړه اصلاح دي وکړي ، ځکه چې الله تعالى فرمايي : يَوْمَ لَا يَنْفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ * إِلاَّ مَنْ أَتَى اللهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ ( الشعراء ) يعنى د اخرت په ورځ نه مال او نه هم اولاد انسان ته نفع ورکوي ، مګر هغه څوک چې له سالم او روغ زړه سره راغى ،

د زړه پاکوالى د ايمان يوه برخه ده ، نو اړينه ده چې زړه د بدو صفتونو او هلاکونکو ناروغيو څخه پاک وساتل شي ،

د زړه له ناروغيو څخه يوه ناروغى حسد ده ، حسد دا معنا چې له يوه مسلمان ورور سره يو نعمت وګورې او ناخوښه يې کړې ، په زړه دي دروند تېر شي او په زړه کې يې د زوال تصميم ونيسې ، کله چې په زړه کې دي دا کيفيت پيدا شي ، پوهه شه چې ته په ګناه کې مبتلا يې ،

نن ورځ مونږ په خپلو ډيرو مسلمانانو وروڼو کې دا ناروغى وينو ، دا يوه داسې ناروغى ده ، چې انسان نورو ګناهونو لکه دروغ ، سرغړونه ، حيله بازي او ځينو نورو ګناهونو ته اماده کوي ،

نو اې حاسده !

ايا ته غواړې چې له تا سره همداسې معامله وشي ، لکه ته يې چې له بل سره کوې ، الله تعالى خپل خوږ نبى ته د حاسد له شر څخه پناه غوښتلو امر کړى دى ، الله تعالى په فلق سورت کې فرمايي :وَمِن شَرِّ حاسِدٍ إِذَا حَسَدَ او پناه غواړم د حسد کوونکي له شره څخه کله چې هغه حسد وکړي ،

نو اى مسلمان وروره !

له حسد څخه ځان وساته ، ځکه د ادم عليه السلام زوى خپل ورور د همدې حسد له امله مړ کړ ، له حسد څخه ځان وساته ، ځکه رزق ورکوونکى ذات الله تعالى دى ، الله تعالى له مخکې نه د خپلو بندګانو رزق وېشلى دى ، هر انسان ته به هغه څه رسيږي څه چې الله تعالى ورته مقدر کړي دي ،

اللَّهُمَّ لا مانِعَ لِما أَعْطَيْتَ ولا مُعْطِيَ لِما مَنَعْتَ ولا يَنْفَعُ ذا الجِدِّ مِنْكَ الجِدّ، اللَّهُمَّ إِنّا نَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّ كُلِّ حاسِدٍ إِذا حَسَدَ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د