نړۍ

د اسرائیل واکمن ګوند قدس او غربي تړانګه د خپل هیواد برخه وبلل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په اسرائیل کې واکمن ګوند «لیکود» په بشپړې اجماع سره د هغې پریکړې ملاتړ وکړ چې له مخې يې د قدس شریف په ګډون غربي تړانګه «الضفة الغربیة» د لوی اسرائیل برخه بلل کیږي او اسرائیلو ته په کښي ازاده اجازه ورکول کیږي چې چیري کورونه جوړوي.

په پرېکړه کې راغلي چې پر قدس شریف او غربي تړانګې د ۵۰ کلونو حاکمیت وروسته نور باید په ازاده توګه د نوي کلیو او کورونو جوړولو اجازه وشي، پر هغوی د اسرائیلي حکومت پوره واک او د اسرائیلي دولت ټول قوانین تطبیق شي.

د عربي ۲۱ ویب پاڼې د راپور سره سم د لیکود ګوند وزیران چې دغه پرېکړه تاییدوي، په هغو کې د قدس لپاره ځانګړی وزیر «زئیف الکین» هم دی، ویلي: دغه پرېکړه پر هغو کسانو رد دی چې د امریکايي ولسمشر ټرمپ په وروستی پرېکړه کې شک ویني، او زیاته کړې چې د قدس شریف په ګډون غربي تړانګه او اغوار د اسرائیلي دولت هغه اجزاء دي چې کله به یې هم څوک جلا نه کړای شي.

بلخوا په فلسطین کې دوه سیاسي ډلو فتح او حماس د اسرائیلي ګوند له لوري دغه اعلان غندلی دی او حماس زیاته کړې چې بېله مقاومته بله هیڅ لاره نشته چې د اسرائیلو سیاست ناکام کړي.

ددغه ګوند ویاند «فوزي برهوم» ویلي چې د قدس شریف په اړه د ټرمپ پریکړې اسرائیل نور هم سخت دریځه کړي دي، او ټینګار یې کړی دی چې د ټرمپ پریکړې تر څنګ د اسرائیلي واکمن ګوند دغه نوې پریکړه دوی نور د خپلو حقوقو تر لاسه کولو لپاره مقاومت ته هڅوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x