نړۍ

کیم جونګ اون ټرامپ ته: د اټومي وسلې بټن می پر میز راته پروت دی / ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د شمالي کوریا دیکتاتور مشر «کیم جونګ اون» د ۲۰۱۸ کال د نوي کېدو په مراسمو کې ویلي چې په نوي کال کې به دوی خپل اټومي وسلې نوري هم پياوړي کوي او بالیستیک میزایلو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

نوموړي خپل ولس ته د نوي کال په مناسبت په وینا کې وویل: مونږ باید نورې اټومي سرګلولې جوړي کړو، میزایل جوړ کړو او په چټکه یې ویشتلو ته اماده کړو.

هغه د امریکا ولسمشر ټرمپ ته په ګواښمنه لهجه وویل: د اټومي وسلو بټن تل دده پر میز تیار پروت وي، امریکا باید دا درک کړي چې مونږ ګواښ نه کوو بلکې واقعیت بیانوو.

نوموړي په خپل وینا کې وویل: شمالي کوریا اوسمهال چمتو ده چې د امریکا اټومي ګواښ ته مناسب ځواب ورکړي، اوس دومره قوت لري چې کولای شي امریکا د خپلو حماقتونو څخه او د «اور څخه په لوبو» را وګرځوي.

شمالي کوریا د امریکا او ملګرو ملتونو له لوري د ټولو بندیزونو سربېره خپل د اټومي وسلو او بالستیک میزایلونو پروګرام ته وده ورکړه او په تېر کال ۲۰۱۷ کې ځیني کامیابي تجربې وکړي چې د امریکايي چارواکو په وینا نړۍ تر بل هر وخت زیاته د اټومي جګړې پر لور روانه ده.

د امریکا د پوځ پخواني رئیس ارکان «مایک مولن» د تیرې میاشتي دیسمبر پر لومړۍ نیټه وویل، امریکا کله هم د شمالي کوریا سره اټومي جګړې ته دومره نیژدې نه وه لکه اوس چې ده او زیاته یې کړه، د امریکې ولسمشر ټرمپ داسي فضا را منځته کړې چې له وجې يې حالات ترینګلي شوي دي.

بلخوا د امریکې د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ویلي وه چې دوی به پر شمالي کوریا خپل فشار جاري ساتي تر څو د اټومي وسلو د پراختیا څخه را وګرځي او د نړیوالي ټولنې غوښتنو ته غاړه کښيږدي.

د یادونې وړ ده چې د شمالي کوریا دیکتاتور د تېر کال ۲۰۱۷ د نومبر میاشتي پر ۲۹مه نیټه د لیري واټن ویشتونکي میزایل د کامیابه تجربې وروسته وویل چې اوس یې هیواد اټومي وسله لرونکی هیواد دی، کولای شي چې په امریکا کې هر ځای چې وغواړي، هدف وګرځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x