نړۍ

چمن : دوو غبرګو چاودنو ۷ تنه ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل):د پاکستان د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې دوې غبرګي چاودني شوي.

يادي چاودني نن سهار ناوخته مهال د چمن ښار پر مال روډ شوي.

لومړۍ چاودنه په يوې نوي ودانۍ کې چې د جوړېدو چاري يې رواني وې شوې او دوهمه چاودنه سيمي ته د پوليسو له رسېدو سره سم شوې.

د دواړو چاودنو له امله د پاکستاني رسنيو د خبر له مخي ۷ تنه ژوبل شوي.

په ژوبل کسانو کې درې تنه پولیس او ۴ نور ولسي وګړي بلل شوي.

سيمه د ځايي امنيتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې او ټپيان يې د درملني په موخه روغتون ته وړي.

د پيښي مسؤليت چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x