
لوګر: چاودني قومندان او ۵ اربکيان وژلي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د لوګر ولايت په محمد اغې ولسوالۍ کې د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوي ماين د اربکيانو پر رېنجر موټر چاودنه کړې.
پېښه چې په کې د فقیر محمد په نوم قومندان او ۵ نور اربکيان وژل شوي د محمداغې ولسوالۍ په غونډۍ کلي کې را منځته شوې.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د پيښي پخلی کړی او زياتوي چې پرون ورځ مازديګر مهال په چاودنه کې قومندان فقیر احمد او ۵ نور اربکيان وژل شوي.
د بريد مسؤليت طالبانو منلی.
ذبیح الله مجاهد مني چې د دوی له لوري د ځای پر ځای شوي ځمکني ماین په چاودنه کې د قومندان فقیر په ګډون ۵ نور اربکيان وژل شوي.