نړۍ

د دولتي خزانې ډکولو لپاره «سعودي» نرخونه پورته او ټکسونه ولګول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د سعودي حکومت د اقتصادي اصلاحاتو په نامه د کال ۲۰۱۸ د لومړۍ نیټې څخه په یو لړ اقتصادي پریکړو کار پیل کړ چې له مخې به یې د تیلو د نرخونو د را ښکته کېدو وروسته د سعودي خزانې ته هر کال په ملیاردونو ډالره د ولس څخه ور ټولې شي.

د نويو پریکړو سره سم د کال ۲۰۱۸ د لومړیو شیبو څخه د پټرولو قیمتونه تر یوه چند هم زیات شول چې په دې توګه ۹۱ اوکټین لرونکي پټرول به د ۰.۷۵ پر ځای په ۱.۳۷ ریاله خرڅیږي، او ۹۵ اوکټین لرونکي تېل به په ۲.۴ ریاله خرڅیږي. چې په لومړي کې ۸۲.۶۶ سلنه زیاتوب او په دوهم کې ۱۲۶.۶۶ سلنه زیاتوب دی.

بلخوا د ډیزلو نرخونه د عام نقل لپاره پر خپل حال پاتې دي خو د صنعتي او تجارتي موټرو او استخدام لپاره پورته شوي دي.

په ورته وخت کې پر ټولو تجارتي توکو او خدماتو باندي ۵ سلنه ټکس ولګېد چې مخکې په سعودي کې نه وو.

په نویو اجراءاتو کې به ټول غیر سعودیان د خپلو کورنیو د سړي پر سر دمیاشتي ۲۰۰ ریاله دولت (جوازات) ته تسلیموي، تېر کال دغه ټکس ۱۰۰ ریاله وو. په دې توګه هر غیر سعودي باندي لازمه ده چې د کورنۍ د هر فرد پر سر حکومت ته د کال ۲۴۰۰ ریاله ورکړي.

همداسي د برېښنا قیمتونه پورته شوي دي.

باید وویل شي چې د ملک سلمان د پاچاهي د پیل وروسته سعودي پر یمن جګړه پيل کړه او بیا یې د امریکې د ولسمشر ټرمپ سره د ملیاردونو ډالرو تړونونه امضا کړه چې دواړو د تیلو د نرخونو د را ټیټېدو له امله د سعودي دولتي خزانه کمزورې کړې او حکومت مجبور دی چې د ولس څخه د اقتصادي اصلاحاتو په نوم پیسې را ټولي کړي.

د یادونې وړ ده چې د سعودي حکومت د دولتي خزانې د ډکولو په خاطر د سعودي یو شمیر مشهور تجاران ، وزیران، امیران او دولت لرونکي کسان د فساد سره د مبارزې په پلمه بندیان کړل او وې ویل چې غواړي ددغو کسانو څخه ۱۰۰ ملیارده ډالر را ټول کړي چې په هغو کې ځینو کسانو د فدیې ورکولو په بدل کې ځان خلاص کړی او ځیني یې اوس هم بندیان دي.

د عربي نړۍ په سطحه شتمن تاجر ولید بن طلان په اړه وروستي راپورونه وايي چې د هغه څخه د ۷ ملیاردو ډالرو غوښتنه کیږي خو هغه د پیسو ورکولو پر ځای د محکمې غوښتنه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد حذيفه

الله مو تردې هم وشرموه آل سلولویانو او د مسیلمه کذاب اولادی د کفر په خدمت کښې د خپل مسلمان ملت او نورو مسلمانانو وینه زبیښاک به درته فایده ونه رسوی. په ذلت، تباهی او بربادی به مو منتج شی ان شاء الله بس انتظار کوی دتباهی او بربادی وخت مو ډیر نژدی ده.

غ.حضرت

لیری به نه وی چه بن سلمان خپل پلار هم د ثروت پخاطر یرغمل کړی.

عبدالرافع مېلمه

سعودی اخوندان هم د ایران د اخوندانو غوندي یو ولسي پاڅون ته ضرورت لری تر څو يي ټغر ټول شي چي د مسلمانو په پيسو د کفر خیټه ډکوي

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x