نظــر

د عطامحمد نور برخلیک د جمعیت که د حکومت په لاس کې؟

لیکوال: سباوون / سپوږمۍ راډیو

عطا محمد نور یو ځل بیا خپل باغيتوب وښود، سره له دې چې د حکومت له خوا ګوښه شوی، د ولایت مقام ته ولاړ او هلته یې په خپله مشرۍ اداري غونډه را وغوښته، په دې غونډه کې یې وویل چې دى يوازې والي نه دى، بلکې د حکومت په تقسيم کې يې د يو طرف په توګه ونډه اخيستې ده. هغه ادعا وکړه چې نه د ولسمشر په امر ټاکل شوی او نه يې ولسمشر د لرې کولو توان لري او زیاته یې کړه، تيار دى چې د يوه تفاهم په پايله کې د بلخ له ولايته استعفا وکړي، خو په ټينګار سره يې وويل چې په زور يې څوک نه شي لرې کولی.

د عطا نور خبرې غیر مترقبه دي او له واقعیتونو سره سر نه لګوي؛ ځکه چې نوموړی د ملي یووالي حکومت په رامنځته کېدو او وېش کې د یو طرف په توګه نه و مطرح، بلکې د ډاکتر عبدالله د ټاکنیز ټيم د یوه غړي په توګه مطرح و. بل دا چې عطامحمد نور خپل برخلیک جمعیت ګوند ته متوجه کوي چې که دغه ګوند هره پرېکړه وکړي، ده ته د منلو وړ ده؛ نو که چېرې د ملي یووالي د حکومت په وېش کې یې د یو طرف په توګه ونډه لرلې وي، بیا خو په دغه وېش کې یوازې د جمعیت ګوند طرف نه و، بلکې د ډاکتر عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټاکنیز ټيم طرف و چې له بېلابېلو ګوندونو، سیاسي شخصیتونو او نورو ډلو ټپلو جوړ و، نو پر دغه اساس د ده د موقف په اړه پرېکړه یوازې د جمعیت اړوند نه شي کېدای، دا پرېکړه د ملي یووالي حکومت رامنځته کېدو د هوکړې له مخې، خپله د حکومت صلاحیت دی چې یو طرف یې د حکومت اجرائیه مشر ډاکټر عبدالله دی، نه عطامحمد نور او یا هم د جمعیت ګوند.

بلخوا د جمعیت ګوند ډېری کلیدي او مطرح غړي تر اوسه پر دې موضوع چوپ دي او ځینو یې بیا د ډاکتر عبدالله عبدالله ملاتړ څرګند کړی دی چې امرالله صالح او د مارشال فهیم زوی ادیب فهیم یې د بېلګې په توګه یادولای شو. د جمعیت هغه غړي چې تر اوسه یې د عطامحمد نور د برطرفۍ پر موضوع خپل دریځ نه دی څرګند کړی، ښايي یو علت یې دا وي چې دوی هم نه غواړي عطامحمد نور، نور په قدرت کې پاتې شي؛ په قدرت کې د عطامحمد نور پاتې کېدل، سره له دې چې د حکومت حاکمیت یې ننګولی، خپله د جمعیت ګوند ته هم بحران زېږوونکی تمام شوی دی.

په یو لاس کې دوه هندواڼې نه نیول کيږي؛ په دې وروستیو کې جمعیت ګوند له بد حالت سره مخ دی، مخکې له دې چې د ملي یووالي حکومت رامنځته شي، دغه ګوند نسبي ښه و، سیاسي فعالیتونه یې منسجم او په همغږۍ ترسره کېدل، عطامحمد نور له هماغه مهاله هم له مالي او هم د قدرت له اړخه د جمعیت د نورو غړو په پرتله په ښه موقف کې و، له همدې امله یې د دغه ګوند په رهبرۍ کې مهم رول درلود، خو کله چې د ملي یووالي حکومت رامنځته شو او ډاکټر عبدالله د یوه هوکړه لیک له مخې اجرائیه رییس وټاکل شو، هماغه وو چې جمعیت ګوند د دوو کسانو د شخصي ګټو او قدرت طلبیو د کشمکش پر ډګر بدل شو، په دې اوږدو کې هر یوه کوښښ وکړ د دغه ګوند له ادرسه د ځان په ګټه کار واخلي. په دې ترڅ کې د دغه ګوند ځینې غړي بېخي کورناستې شول، دغه راز ځينې هغه غړي یې چې د حکومت له خوا برطرفه شول او ښکاره یې په فساد کې لاس درلود، د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور په پلوۍ او ملاتړ کې پاتې شول، خو یو شمېر نور جمعیتیان چې سیاسي پوهه یې نسبتاً لوړه ده او دمګړۍ لا په دولتي پوسټونو کې دي او یا له دولته بهر په سیاسي فعالیتونو بوخت دي د ډاکټر عبدالله ملاتړ څرګند کړ.

دې ته په کتو ممکن د جمعیت ډېری غړي پر دې راضي وي چې عطامحمد نور، نور د بلخ له ولایته لرې شي او په دغه ګوند کې یوازې یو یکه تاز چې هغه هم ښايي پر ډاکټر عبدالله هوکړه شوې وي، پاتې شي؛ ځکه چې ډاکتر عبدالله نسبت عطامحمد نور ته هم لوړه سیاسي پوهه لري، هم زغم لري او هم د دغه ګوند ګټې خوندي کولی شي او هم په دغه کار سره دغه ګوند له پاشل کېدو ژغورل کېدای شي.

په هر صورت، دا هر څه به وي، خو که سره له دې هم حکومت د جمعیت له ادرسه له عطامحمد نور سره کومې معاملې ته حاضرېږي او امتیازات ورته مني، ډېره لویه تېروتنه به یې وي؛ د شمالي ټلوالې کسان که هر څومره هم تر خپل منځه مخالف وي، خو د ګټې په ځای کې بیا پر یو بل رواداره دي.

حکومت، په ځانګړې توګه ارګ ته پکار ده چې د عطامحمد نور په اړه خپله پرېکړه بې له کوم امتیاز ورکولو او معاملې عملي کړي. د پرېکړې په عملي کولو کې ځنډ په دې معنا دی چې حکومت مصلحت او معاملې ته په تمه دی او نه شي کولی په خپلواک ډول خپلې پرېکړې عملي کړي، تفاهم او معامله به د نظام حاکمیت تر جدي پوښتنې لاندې راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x