دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند ٨٣برخه)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

روسي ليكوال ليون تولستوى (۱۸۲۸-۱۹۱۰م.) دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:
“حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د نړۍ له سترو مصلحانو څخه دى. هغه ته همدا وياړ بس دى چې وينې تويونكى وحشي قوم يې د ناوړه دودونو له منګولو خلاص کړ او د پرمختګ پر لاره يې ودراوه. له عقل او حكمت سره د همغږۍ له امله به اسلام په راتلونكې كې د نړۍ واكمن نظام وي. “

مېرمن بواني دنبي کريم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:
اسلام د ټولو پېغمبرانو دین دی، دا چې زه مسلمانه، نه یم، زه په دې عقیده او باور لرم چې هغه څه چې په قرآن کریم شته؛ هغه ټول الهي دي، دا چې زه خدای منم؛ نو ځکه ویلای شم چې زه مسلمانه یم.

ښاغلی آر ايل مليمه(Mr. R. L. Mellema) داسلام په هکله وايي:
په اسلام کې د ورورولۍ مفکوره داسې عقیده ده چې نه رنګ، نه ژبې، نه توکم او نه هم فکر ته اړتیا لري، اسلام د ځمکې پرمخ یواځنی دین دی چې داسې مفکوره لري، د ځمکې د مخ ټول مسلمانان یو له بله سره وروڼه دي.

ښاغلی والټر د اسلام په هکله وايي:
ما د ټولو مذهبونو مقدس کتابونه مطالعه کړل؛ خو دیوه مذهب لارښوونې هم داسلام په شان نه وې، موږ نشو کولای چې قرآن کریم له نورو مذهبي کتابونو سره پرتله کړو، هغه ښېګڼې چې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په راوړل شوي دین کې شته؛ په نورو عقائدو، مذهبونو او مفکورو کې یې بېلګې ناشونې دي.

ښاغلی ډونالډ ايس راک ول (Col. Donald S. Rockwell) داسلام په هکله وايي:
په اسلام کې چې کومه ورورګلوي شتون لري؛ هغه له توکم، نژاد، سیاست، هیواد، او نورو څخه ماسوا ده او دا هغه څه دي چې ما د عقیدې او مذهب لورې ته متوجه کوي، دا یو منلی حقیقت دی چې هغه اخلاقي درسونه چې په اسلام کې شته؛ د نړۍ پر مخ په یوه قانون کې هم نشته.

نور بيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x