افغانستان

ترکمنستان له افغانستانه برېښنا قطعه کړې ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د برېښنا شرکت مسوولین وايي ترکمنستان افغانستان ته وراېدونکې برېښنا پرې کړې ده.

د برېښنا شرکت عمومي مشر امان الله غالب وايي، ترکمنستان هرات، فاریاب، جوزجان او سرپل ته وارېدونکې برېښنا پرې کړې ده.

غالب وايي، ترکمنستان د وارېدونکې برېښنا قېمت لوړ کړی و، چې دوی ورسره موافق را نه غلل او هغوی هم خپله برېښنا پرې کړه .

د غالب په خبره د ستونزې د هواري لپاره به ډېر ژر یو پلاوی ترکمنستان ته سفر وکړي.

په اندخوی کې د برېښنا شرکت مسوول غلام سخي وکیل زاده پژواک ته ویلي، نن غرمه مهال ۱۱:۲۰ دقیقې د جوزجان، سرپل او فاریاب برېښنا پرې شوه.

د یادو ولایتونو اوسېدونکي وايي، دولت باید د برېښنا په برخه کې ستونزې د همېش لپاره حل کړي، د دوی په خبره باید پر برېښنايي بندونو کار وشي.

تر دې وړاندې د اوبو او برېښنا وزیر ژمنه کړې وه، چې د ترکمنستان وارېدونکې برېښنا یو کیلوواټ به په یوه نیمه افغانۍ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x