نظــر

ملي ماتم!

مزدور په ډېرې عاجزۍ د خان صیب خوا ته راغی او خپله بې چاره ګي يې ورته بيان کړه،  چې کور کې يو ګرد اوړه نه لري، مور يې په سرطان اخته ده، د يوې ترخې ګولۍ وس يې نسته، بيګا يې روغتون ته بوولې وه، خو د پیسو د نشتوالي له امله ډاکترانو بستر نه کړه.
د کور کرايه او د برق بیل هم راغلی. خان صیب ډېر انديښمن شو، سترګو ته يې لاس نيولی، مزدور ورته خپل فرياد بيانوي، چې د کور مالک راته وايي، چې که د کور کرايه ورنه کړي، نو له کوره به يې وباسي.

له تاسې په ډېره عاجزۍ سوال کوم، چې د الله تعالی په دا دومره ډېر مال هال کې مې يو څه مرسته وکړئ، چې د مور درملنه او د کور کرايه مې وشي، ډوډۍ به نه غواړو ګزاره به وکړو.
خان صیب په خپله چوکۍ کې اړخ بدل کړ او مزدور ته يې کړه، چې زه ستا په ټول غم کې درسره شريک يم، ستا پريشاني زما پريشاني ده، زما دعا ستا سره ده.
مزدور نو دې وخت کې د خان صیب جيب ته ګوري، چې که خیر وي خان صیب مهربانه شو.
خان صیب زياته کړه، چې زما دعا درسره ده، ولا چې زما طبیعت دې هم راخراب کړ ته اوس لاړ شه او زما له کوره ووځه، چې میلمانه راځي.
مزدور ورته و ويل، چې خان صیب تندی دې مه تروشوه، خوا مه بدوه،ښه مست و خندان ګرځه، خو که ما سره دې يو څه نغده مرسته وکړه، تر قیامته به دې منندوی يم.
خان وايي، چې في الحال بښنه غواړم، لاړ شه چې ميلمانه راغلل زه درباندې شرميږم خلک به راپورې خاندي، چې دا څوره خيرن سړی درکره راغلی.
زموږ چارواکي، وکيلان، دوستان او ګاونډيان هم د بدخشان په ستره بشري غميزه يوازې خپله خواخوږي او ماتم څرګندوي نور هيڅ د خير رسولو هوډ نلري.
د بدخشان د ارګوي ولسوال وايي، چې دولت او نورو مرستندويه ټولنو تر اوسه هيڅ مرسته نده کړې، يوازې يو څه خوراکي توکي او خيمې يې راوړي، تر ټولو مهم کار چې د خاورو لاندې قربانيان دي، دوی يې په خپلو لاسو راوباسي.
ولسوال زياتوي، چې پرون يې ټوله ورځ خواري وکړه، ايله يې دوه مړي له خاورو راويستلي دي.
د ولسمشر دوهم مرستيال هم ارګوي ولسوالۍ ته ورغلی، خو يوازې د خپلې انديښنې او افسوس په څرګندولو يې بسنه کړې. (با شما هستیم، دولت در کنار شما هست)
کرزي يوازې د ملي ماتم په اعلانولو ګزاره کوي.
ګاونډيو او نړيوالو دوستانو!! مو هم يوازې د خواخوږۍ د اعلاميو په خپرولو اکتفا وکړه. تر اوسه هيچا د عملي مرستې ګام ندی پورته کړی.
کانديدان خو ټول په سياسي سوداګرۍ بوخت دي، يو يې هم د ولس پر قربانيانۍ او کړاو هيڅ پروا نلري دوی سره يوازې د خپلې خيټې او چوکۍ انديښنه ده.
دوی ته خو اسلامي شريعت نه ارزښت نه لري او نه پرې پوهيږي، خو
 له خپلو غربي بادارانو او نورو هيوادو څخه يې څه زده کړي، چې پر ولس يې دغسې غمونه راغلي،هغوی په دې وخت کې څه کوي؟
 تېره لنډه موده کې په امريکا او جاپان کې تر بدخشانه هم لوی لوی طوفانونه او زلزلې راغلې، ولې د دغو هيوادو چارواکي د پيښو په ځای کې له خپل ولس سره وو او د کارونو او مرستو څارنه يې په خپله کوله.
پاکستان کې د سېلابونو پر مهال د پنجاب اعلی وزير چې موږ يې تور پنجابی بولو، د خپل ولس پر درد دومره درد من وو، چې په موټر سایکل به له هر رنګه پروټوکول او منيتي ګارډ پرته روان و او د د سيلاب ځپلو د مرستو او خدماتو څارنه به يې کوله.
زموږ چارواکي د دومره سترې غمېزې سربېره هم ډراماتيک اکټونه کوي. د پرديو هيوادو غوندې يوازې په ماتم او وير وخت تېروي. له دې ښکاري چې پر غريب ولس د هيچا رحم نه راځي او نه يې څوک له غمه مړه دي، بس يوازنۍ همدردي مو ملي ماتم اعلانول دي او بس.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x