نړۍ

ایراني ځواکونه وايي نیمروز ولایت کې يې عملیات کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ایران سپاه پاسداران پوځيان وايي، د افغانستان په نیمروز ولایت کې يې خپل یو تبعه له تښتوونکو ژغورلی دی.

ایراني اژانس تسنیم د سپاه پاسداران پوځیانو قدس ډلې په حواله ويلي، چې د حسین حاج ملک په نوم دغه ایراني انجینر له یو شرکت سره کار کاوه، چې نیمروز کې لادرکه شو.

د دې ډلې قومندان جنرال محمد ماراني ويلي، د نوموړي موټر يې دوه ورځې وړاندې د نیمروز ولایت اړوند یوه کلي کې سوځېدلی پیدا کړ، چې وروسته يې دوی د لټون لپاره عملیات پیل کړل.

د افغانستان ملي دفاع وزارت د ایراني پوځيانو عملیات نه رد کړي او نه يې هم پخلی کړی دی، په وینا يې دوی په دې اړه کوم خبر نه لري.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ازادي راډيو ته دومره ویلي، چې بل چاته به په افغان خاوره کې د عملیاتو اجازه ورنه کړي.

که څه هم ملي دفاع وزارت د ایراني پوځيانو د عملیاتو اړوند ناخبري ښيي، خو د کابل پوهنتون استاد او سیاسي شنونکی فیض محمد ځلاند وايي، ښايي عملیات شوي وي.

د هغه په خبره افغان حکومت د څوکیو د ویش له امله په بده حکومتولۍ اخته دی، له پولو ساتنه نه شي کولی، نو د ایراني پوځيانو عملیات بالکل امکان لري.

که څه هم د افغانستان ګاونډيان په هېواد کې پر مداخلې څو ځلې ملامت بلل شوي، خو د ایران له لوري د مداخلې دا خبر هم پخپله ایراني پوځيانو خپور کړی، افغان حکومت يې په اړه نا خبري ښيي.

پر دې سربېره چې ایران په افغان خاوره کې د مداخلې خبر ورکوي، دفاع وزارت ټینګار کوي چې دوی به چاته د مداخلې حق ور نه کړي او په وينا يې افغان سرحدي ځواکونه په ټولو پولو کې فعال دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

د ایران حکومت وایی جه مونږ په نیمروز کی عملیات تر سره کړی مګر د کابل غلامه اداره تری خبره هم نه ده یا د خبریدو سره سره بیا هم ځان ناخبره شیی ، پاکستان د ډیورند کرښه په اغزن پیاوړو تارونو و نغښتله مګر د کابل اداره وایی جه مونږ تری خبر نه یو تاجګستان ، اربکستان خو په ځای پریږده ، د جرمنی د دفاع وزیره مزار شریف ته ډآیرکت په نظامی الوتکه کی ښکته کیږی او د خپلی خوښی غلامانو سره لکه ( عطا ) او نورو فاحشو سره شپه تیروی د کابل اداره تری خبره هم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x