انجينر داود: د ارګ او بلخ جنجال حلېدونکی دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د بلخ او ارګ د ناندرۍ پای ته تر ټولو منتظر شخص، انجینر محمد داود وايي دا جنجال حلېدونکی دی.

هغه چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې د ارګ له لوري د بلخ والي معرفي شوی دی لا يې هم خپلې رسمي چارې نه دي پیل کړې.

انجینر محمد داود نن ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د ده په اړه د حکومت د دواړو شریکانو تصمیم ډېر جدي دی.

د بلخ لپاره معرفي شوي والی وروسته له هغه دا څرګندونې کوي چې وړمه ورځ عطامحمد نور د رسنیو پر وړاندې په بلخ ولایت کې خپلې رسمې چارې پر مخ وړلې.

نور ټينګار وکړ، چې دی د بلخ والي دی، تر څو چې يې له ګوند سره توافق نه وي شوی او ارګ ورسره کړې ژمنې ترسره نه کړي دی به خپلو چارو ته دوام ورکړي.

نوموړي ولسمشر پر دې ملامت کړ چې د ده په لرې کولو غواړي شمال ته د داعش وسله وال ولېږي او په وينا يې د بلخ پېغلې د هغوی مینځې کړي.

انجینر محمد داود چې د عطامحمد نور پر ځای د بلخ والي معرفی شوی، تر دې وړاندې هم ویلي و، چې که ارګ ورته د کار د پیل امر وکړي، دی به ګام پورته کړي.

د دې ناندرۍ په اړه په تېرو دوو اونیو کې یو ځل د سیمه ییزو ارګانونو ادارې هم خپل نظر ورکړ او په وينا يې عطامحمد نور کوم رسمیت نه لري، خو د جمعیت ګوند يې پر وړاندې توند غبرګون وښود چې اوس يې دریځ نه رسنیز کېږي.

د شنونکو په باور د عطامحمد نور له لوري د ټول نظام ننګول او د ارګ د پرېکړې ځنډول دا ثابتوي چې ولسمشر محمد اشرف غني او شریک يې عبدالله عبدالله د ښې حکومتولۍ ننداره نه شي وړاندې کولی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د