افغانستان

بدخشان: امنیتي ځواکونه د لږ پيداکېدونکو حیواناتو نسل له منځه وړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): بدخشان کې د چاپیريال ساتنې مسوولین وايي، چې دې ولایت کې مېشت سرحدي ځواکونه د لږ پيداکېدونکو حیواناتو نسل له ګواښ سره مخ کړی دی.

د چاپیريال ساتنې ادارې مشر غلام نبي سرفراز وايي، ځواکونه په ناقانونه توګه د هغو حیواناتو ښکار کوي چې نسل يې لا پخوا له ګواښ سره مخ و.

د هغه په خبره له داسې حیواناتو يو هم «راکولای» غرڅه ده، چې تر نیمې پېړۍ ډېر وخت وروسته بدخشان کې لیدل شوې، خو ځواکونه يې ګوته په ماش په ښکار پسې ګرځي.

د سرچينې په قول نه یوازې سرحدي ځواکونه بلکې د امنیيې قومنداني اړوند عسکر هم د دې ولایت په اشکاشم، واخان او زیباک ولسوالیو کې د کم یافته حيواناتو ښکار کوي.

د واخان ولسوالۍ د پراختیايي شورا مشر هم دا څرګندونې منلې او سلام وطندار ته يې په خبرو کې ويلي، چې امنیتي ځواکونه هره ورځ د همدې ښکار په لټه ګرځي.

د بدخشان امنیتي مسوولین بیا دا څرګندونې ناسمې بولې، د امنیه قومندانۍ د امنیت امر محمد نبي بیان وايي د دوی ځواکونه د حیواناتو ښکار نه؛ بلکې ساتنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x