نظــر

دوزره اوولسم کال څنګه تېر شو؟!!

لیکوال: صفي الله “رائد “

تېر (۲۰۱۷ء)کال هم لکه د تېرو نورو کلونو په څېر په افغان ولس له ظلم او وحشت نه یو ډک کال و؛ چې په وینو پېل او په وینو یې پای وموند.

نېږدې هره ورځ به په ګڼو ولایتونو کې د رنګارنګ ظلمونو، وحشتونو او د وحشیانه بمباریو شاهدان و.

که څه هم افغانان نور له غمونو او زخمونو سره عادي شوي خو! تېر (۲۰۱۷ء) کال د افغانانو سربېره دنړۍ نور مسلمانان هم له ډېرو ناخوالو سره لاس او ګریوان و.

افغانان بوځل بیا د تېر په څېر څوک پکې بې کوره شول او څوک پکې بې پلاره او بې وروره.

داسې ورځ به نه وه چې په یو بد خبر به مو سترګې نه لګېدې.

کله به په نګرهار اور بلېده او کله په میدان ښار.

چېرته به جنازې بمبارېدې او چېرته مدرسې.

که یو خوا روغتون په نښه کېده بل پلو مکتبونه او لیسې. ځېني افغانان مو په جنازو مصروف ول او ځینې په سرکړو کبابو.

په یاد کال کې دافغانستان تر څنګ برما، فلسطین، شام او سوریه کې د نړیوال کفري طاغوت لخوا داسې وحشتونه او ظلمونه تکرار شول چې انسان یې په ویلو شرمېږي.

د اپریل په میاشت کې د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ په مامند دره سیمه کې امریکايي اشغالګرو ځواکونو د دوی په وینا تر ټولو لوی بم چې دوی ورته دبمونو مور وایې وغورځاوه، چې له بدمرغه ځېنو داخلي کړیو هم دغه ستر جنایت یو سم او پر ځای کار وباله.

دجولای په میاشت کې ګډو ځواکونو د افغانستان په څو ولایتونو کې وحشيانه بمبار لا پسې زیات کړ، چې ځېنو ځایونو کې یې د طالبانو پر ځای په خپلو افغاني ملیشو (پولیسو) هم بریدونه ور خښ کړل؛ چې د هلمند په یو هوایي برید کې یې ۱۶ عسکر ووژل او ګڼ نور یې پکې ژوبل کړل.

همدارنګه په کندز کې یې دنجونو مکتب په نښه کړ او ورپسې څو ورځې وروسته یې
په هسکه مېنه کې فاتحه او خیرات داسې بمبار کړل چې د جنازو د پورته کولو یې هم څوک نه و پاتې، چې ارګبکیان او خرڅې شوې رسنۍ ټول چوپه خوله پاتې ول.

بل پلو دهمدې کال د سپتمبر په میاشت کې، د برما بودایانو د برما مظلوم مسلمانان په اورونو کباب کړل، کلي او کورونه یې ورته وسوزول چې له ترکي هیواد پرته نورو ټولو اسلامي هیوادونو غوږ هم پرې ونه ګراوه. نه یې وغانده او نه یې هم کوم غبرګون وښود.

د نومبر په میاشت کې ټرمپ خپله نوې ستراتیژي اعلان کړه؛ له اعلان وروسته ګډو ځواکونو په ګڼو ولایتونو کې بمبارونه وکړل او هرځای یې ادعا وکړه چې وسلوال مو په نښه کړي مګر حقیقت بیا بل څه وو.

یو ځل یې په برامچه کې عام کلي او کورونه بمبار کړل چې لسګونو عامو خلکو ته پکې مرګ ژوبله رسیدلې وه خو! ګډحکومت اعلان وکړ چې دوښمن مو په نښه کړی.

خو څو شپې وروسته په میدان وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ، عمرخیلو کلي کې په یو دارلحفاظ چاپه ووهله.
چې شاوخوا ۲۲ کسانو ته پکې مرګ ژوبله رسیدلې وه.

په لومړي ځل ګډو ځواکونو د همدې کال په دسمبر میاشت کې د میدان وردګو ولایت په ګڼو صحي کلینیکونو هم چاپې ووهلې؛ ګڼ صحي وسایل یې مات اویا هم لوټ کړل، په دې بهانه چې ګواکې طالبانو جوړ کړي.

بل پلو امریکایان ادعا کوي چې یواځې په دسمبر میاشت کې یې د افغانستان په بېلابیلو ولایتونو ۷۵۱ بمونه غورزولي.

خو طالبانو هم د ۲۰۱۷ کال په اړه د خپلو بریدونو کره ارقام دیوې اعلامې له مخې خپاره کړي او ویلي یې دي، چې د ۲۰۱۷ د جنورۍ له لومړۍ د دې کال تر پایه دوی په ټول هېواد کې تر ۷۵۰۰ زیات بریدونه کړي دي.

د اعلامیې له مخې، په روان کال کې یې طالبانو ۷۵۰۳ لوی او واړه بریدونه کړي، چې ۴۸ یې سرتېري بریدونه وو. په دغو بریدونو کې ۲۸۹ بهرني عسکر وژل شوي او ۱۲۴ ټپیان شوي دي او د حکومت ۱۴۹۳۸ پولیس، اردو، اربکیان او د استخباراتو کارکوونکي وژل شوي.

پورتنیو پېښو ته په کتو داسې برېښي چې روان ۲۰۱۸ء کال به تر تېر کال لاپسې خونړی، له بریدونو ډک، پر بمونو او بمباریو سمبال کال وي. داچې څه به کېږي؛ وخت به یې ثابته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x