افغانستان

هلمند: سنګين کې د ايساف چورلکه ويشتل شوې

نن ټکی اسيا: د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، د دوی ملګرو د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د ايساف يوه چورلکه ويشتې ده.
خبر زياتوي، دغه چورلکه پرون ماذديګر د سنګين ولسواۍ مرکز ته څېرم ويشتل شوې او له ويشتل کېدو  وروسته يې بېړنۍ ناسته وکړه.
ښاغلی احمدي وايي، چې له پېښې وروسته ګڼ شمېر بهرني عسکر سيمې ته راورسيدل او ويشتل شوې چورلکه يې د چينوک هيلکوپتر په واسطه يې د شوراب پوځي بيز ته نقل کړه.
د چورلکې په نسکوريدو کې د مرګ ژوبلې کره معلومات نشته.
ايساف او ناټو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x