نظــر

د جګړو اجرایه قوه استعماري رسنۍ دي‎

خالق یار احمدزی

د هیوادونو په کچه څلورم لوی ځواک چې حکومتونه پرځولی شي، ولسونه خپلولی شي، او خلک په فکري، فرهنګي اوټولنیز لحاظ سمولی، یا بې لارې کولی شي هغه رسنۍ دي.

د رسنیو له جوړښت سره سم لویو ځواکونو د خپلې ایدیالوژي تر مخه په دو برخو پراخه پانګونه وکړه، لمړی یې د رسنیز بانډ د تقویې او د هغه د لاتنشیر په برخه کې کوټلي ګامونه واخیستل د هغو څپو ته یې پراخ پوښښ ورکړ او د هر قشر غوږونو ته یې خپل ژغ په ډیره آسانۍ سره ورساو.

ورسره یې خپل هیوادونه په پوځي او نظامي برخه کې هم پرځان متکي کړل.

دوی اوس وسلې نه جوړوي او نه پدې برخه کې کومه ځانګړې پانګونه کوي دوی اوس پرځان ډاډه دي او د خلکو د جلبولو او پرهغوی د خپل فکر او فرهنګ د منلو پخاطر پرهغوی استعماري بریدونه په ډیر ماهرانه ډول ترسره کوي.

دوی د خپلو مستعمره هیوادونو ځینې علمي کدرونه ځانته سوق کړي او هغوی یې د خپل فکر او عقیدې د تنشیر لپاره ګمارلي چې په لاس کې یې پراخ امکانات ورکړي ترڅو په خپله ژبه خپل ولسونه د لودیځې نړۍ فکري او فرهنګي لوري ته سوق کړي.

دې خلکو ته دهغوی له لخوا پروژه ورکړل شوې ترڅو هر ډول فرمایش په صادقانه ډول پوره کړي.

چې په بدله کې یې پر تنخوا سربیره دوی ته تر ټولو ستر امتیاز دا ابلاغ شوی چې په راتلونکي کې به هغوی خپلو هیوادونو ته د لیږلو چانس ورکوي، نور یې که هلته سګ شویي کوله که خر دواني …

دوی د امربکایانو لخوا د دیموکراسي د ترویج ، او د برتانویانو له لوري د هغوی د فرهنګ د تنشیر پخاطر ځانګړې موخې لري.

دوی د جګړییز ځواک په څیر د اجیرو ملیشو حیثیت لري چې د قوماندې مهار یې له تمویلوونکو په لاسونو کې پروت ده او د آزادۍ او خپلواکۍ طلسم یې د څیرې سراویل د انصراف او غیر انصراف د پیوندونو پخاطر دی.

دوی لکه د درمثال جارو کښان داسې سپیره دي چې نه د هیوادنۍ میني هوس لري او نه د نورې نړۍ مفترسین شول.

همدا اجیر خبریالان دي چې خپل ملتونه یې د څو دالرو لپاره په غربي دیموکراتیکو مفکورو ولړل او ځانونه یې د ټولنې تر ټولو بد قشر څخه (ډمان) هم ور بتر کړي دي.

خبربال هغه اجیره ملیشه ده چې د ژوندیو ملتونو د وژنې لپاره د خپلې وړې ژبې او دوو ګوتو په کارولو سره لوی کار اخلي .

د امربکایي اشغال له پیله په هیواد کې سلګونه چاپي انځوریزې او صوتي رسنۍ کارکوي چې هر ولایت کې یې تعداد تر لسو اوښتی دی آیا څوک ویلی شئ چې دا دومره ګڼ رسنیز سانسور کې ولې د مخالفې ډلې پریکونسي وجود نلري، آن تر دې چې د هغوی نظریات د زوکمبرګ په مخترعه آزاده صفحه هم نشي لیدلی او د بلاک دوکمه ورته ډیره ژر ووهي داولې؟

له دې څخه معلومیږي چې د رسنیو ګرم بازار د شخصي منافعو د جلبولو پخاطر د یوې ډلې لخوا یو خصوصي بانډ دی.

حکومتي چارواکي تل ټینګار کوي چې د نظامیانو ترڅنګ به په رسنیز بانډ پانګونه زیاتوي ځکه دا د دوی د فکري جګړې ګټلو تکړه اجیر ځواکونه دي او که یې داجګړه وګټله نو نظامي جګړې ته اړتیا هم نشته ځکه ویښ ولسونه به بې پړي او رسۍ وتړل شي چې دوی هم همدا غواړي.

اوسمهال د پردیو فکري اشغال ز موږ په اکثریت پرګنو کې د جګړییز ځواک په پرتله ژورې پنجې خښې کړې او دا خښې کړې پنجې هم په آسانۍ ایستل کیدای نشي ځکه ښایي د بدن کومې برخې ته مو تاوان ورسوي مجبور یو چې د دې بلا پر ملا موږ همداسې پنجې خښې کړو ترڅو یې له شر نه خلاص شو.

داچې اوسمهال ټولنیزې شبکې تر بلې هرې رسنۍ د خبر او نظر د رسولو تر ټولو ښه وسیله ده او هرڅوک کولی شي د خپلې فکري غوښتنې سره سم پکې فعالیتونه ترسره کړي نو فلهذا ځوانان دې د خپلو فسبوکونو پر دیواله له یوه پلوه د خپلو هیوادوالو د عقیدوی او فکري خزان مخه ونیسي او له بل لوري دې د حی علی الجهاد چیغې تر څنګ د لویدیځوالو د خپلولو پراخ کمپاین په لاره واچوي او د د ملي ویندیو پرځای دې د غلیم پر ژبو بدرګه کړي تر څو یې په خپلو ملتونو کې ځوږ پیداشي او د ځوان نسل چې تر ډیره رسنیز لاسرسی لري په جلبولو او د هغوی په هڅولو، پاڅولو کې رولو ولوبوي تر څو یې باداران په پردي مړوند د زنګیدلي خوب نه را پاڅول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x