fbpx

خصوصي پوهنتونونه د علمي رکود ځالې

لیکوال: عبدالسمیع درانی

اونۍ مخکې د غزني ولایت په یوه خصوصي پوهنتون کې د محصلینو فراغت غونډه وه، زه هم دې غونډې ته وربلل شوی وم. غونډې ته ولاړم، د فارغ شویو محصلینو خوا کې کښېناستم. تر یو څه وخته مې د سټېج خوا ته کتل، د دریځ پر سر ګڼو کسانو خپلې خبرې را واورولې، ویندویان هم تازه تازه غږېدل، مانا کلیشه یي او ډیرې رسمي خبرې یې نه کولې. یوه نیمه خوله خندا هم پکې ځای درلود. ناست کسان خسته نه برېښېدل. بیا مې فارغین د سترګو تر چلوصافه تیر کړل، پر څو تنو شناخته فارغانو مې سترګې ولګېدلې، حیران شوم. ځکه چې همدا کسان له ما سره په یوه خصوصي کلینیک کې سهار تر ماښامه اوسېدل. ځان سره مې ویل چې دا پوهنتون به یې کوم ټیم کې ویلی وي؟

یوه همکار ته مې ورپه غوږ شوم؛ اوو عبدالله جانه، مبارک مبارک، دا ته خو ټوله ورځ په کلینیک کې کار کوې، دا پوهنتون ته څه وخت راتلې؟

عبدالله جان کیسه راته پیل کړه، اسناد مې نه درلودل، خو ایکسرې مې عملي زده کړې وه. پوهنتون ته مې مراجعه وکړه چې که مې په همدې څانګه کې اسناد ترلاسه کړل، ترڅو د عامې روغتیا ریاست راته مزاحمت ونه کړي. پوهنتون ته چې راغلم هغوی سره مې خبر شریکه کړه، دوی راته وویل چې غزني کې راډیولوژي نشته، که دې خوښه وي، فارمسي کې به غایبانه اسناد درباندې وپلورو. په دې شرط چې د څلور واړه سمسترونو فیس به راکوې. ما هم ورسره ومنله، دا دی اوس بې له ستړیا او درس ویلو له فارمسي څخه فارغ شوم.

دا د یو تن کیسه ده، کېدای شي په همدې فارغینو کې به یې اکثریت همدا شان فارغ شوي وي. خصوصي پوهنتونونو که له یوې خوا خلکو ته سهولتونه ایجاد کړي، له بلې خوا یې د محصلینو او په ټوله کې علمي څانګو ته په کیفي لحاظ خورا دروند ګوزار ورکړی دی. داسې کسانو ته اسناد ورکوي چې صنف، ټولګیوالو او استادانو سره دومره نا اشنا وي لکه ناوې د خسر په کور کې. او اوس نو بیا اسناد تر عملي کاره ډیر د اعتبار وړ دي. په همدې فارغینو کې د فارمسي څانګې داسې محصل هم وو، چې د ویټامین سي علمي نوم یې لا نه وو زده. یو کس چې ویټامین سي نه پېژني، خلکو ته به صحي خدمات څنګه وړاندې کړای شي، ټولنې ته به څنګه موثر واقع شي؟

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو ته مې دا غږ دی چې که تاسې ته پیسې بیخي ګرانې دي، چندان بده نده، خو دا بیا بیخي ناسم کار دی چې خلکو ته غایبانه اسناد ډالۍ کوئ. لږ څه د محصلینو علمي او عملي سویو ته هم کتل پکار دي. دا چې خلکو ته مو د هغوی په خوښه درسي ټایمونه برابر کړي، کور مو ودان، خو چې کیفیت مو تر دولتي پوهنتونونو خورا کم دی او ټولنه مو له علمي رکود سره مخ کړې، د ملامتیا وړ یئ. هڅه وکړئ چې له همدې ملامتیا ځان خلاص او کور ودانۍ مو پر ځای پاته شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د