افغانستان

د بشري حقونو کمیسیون: هلمند کې ملکي تلفات ډېر شوي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د بشري حقونو کمیسیون ساحوي دفتر وايي، هلمند کې په تېر ۲۰۱۷ ميلادي کال کې د ملکي تلفاتو کچه لوړه وه.

د دې ساحوي دفتر مشره عفیفه معروف وايي، چې تېر کال کې د دوی د ثبت شویو معلوماتو له مخې ټولټال ۱۸۹۵ تنو ملکي وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

د هغې په خبره په یادو پېښو کې ۲۰ ماشومان وژل شوي او ۱۰۶۴ نور ټپیان شوي دي، همدرانګه ۱۸ مېرمنې وژل شوې او ۲۱۶ نورې ټپيانې دي.

د سرچينې په قول وړم ۲۰۱۶ ميلادي کال کې هم د ملکي تلفاتو کچه لوړه وه او په ۲۰۱۷ میلادي کال کې هم دا ګراف ښکته نه شو.

مېرمن معروف وایي په اطراف کې د ملکي تلفاتو ګڼې پېښې ثبت شوې نه دي، چې شمېر يې د دې ولايت د ملکي تلفاتو کچه نوره هم لوړولی شي.

هغه وايي ګڼې کورنۍ د خپلو ټپیانو او وژل شویو مېرمنو له نوم ثبتونې انکار کوي او ځينو ساحو ته د دوی دفتر لاس رسی هم نه لري.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې هم د امریکا د نوې ستراتېژۍ له پیله څو میاشتې وروسته ځينو سرچينو د څېړنو په پایله کې یوازې د امریکايي هوايي بمباريو له امله د ملکي تلفاتو کچه ۵۲ سلنه لوړه وښودله.

هلمند کې مدني فعالانو او د بشري حقونو کارکوونکو پر حکومت او طالبانو دواړو غږ کړی، چې د جګړې په وخت کې د جګړې اصول مراعت او عامه ځايونه په نښه نه کړي.

هلمند چې د کال په ټولو فصلونو کې د جګړې تر اور لاندې و، تېر میلادي کال کې د مخدره توکو د فابریکو د له منځه وړلو په پلمه د شدیدو هوايي بمباريو شاهد هم پاتې شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x