افغانستان

د برېښنايي تذکرو د وېش نېټه به ولسمشر ټاکي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د برېښنايي تذکرو د وېش اداري تېره اوونۍ نن «دوشنبه» تذکرو د وېش د پیل نېټه ټاکلې وه.

د دې ادارې مسوولین د ځنډ لپاره د ولسمشر «بوختیا» پلمه کوي.

د یادې ادارې ویاند روح الله احمدزي نن رسنیو ته وویل، ټاکل شوې نن د برېښنايي تذکرو ویش رسماً پیل شي، خو د ولسمشر د بوختیاو له امله وځنډېده.

د هغه په خبره دوی د تذکرو د وېش دقیقه نېټه نه شي په ګوته کولی او دا نېټه به پخپله ولسمشر وټاکي.

په وینا يې د تذکرو د وېش لپاره ټول چمتوالی نیول شوی او د ویش مرکزونه له تخنیکي اړخه بشپړ اماده دي.

برېښنايي تذکرې چې د ګډ حکومت له پیله یوه ناندریزه موضوع وه، وروسته له هغه يې د وېش په اړه بحثونه پیل شول چې ملي شورا پکې د «اسلام» او «افغان» کلیمو اړوند د ولسمشر فرمان تایید کړ.

پر دې سربېره په دې تذکرو کې د «قوم» نوم هم لیکل کېږي.

د برېښنايي تذکرو د وېش اداري نه دي ویلي، چې رسمي وېش به يې کله پیل شي، خو په وينا يې لومړی تذکره اخیستونکی به محمد اشرف غني وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اختر محمد

زه دا نه منم چه له تخنیکی اړخه چمتوالی نیول شوی عجیبه خبره دفیسبوک له لیاری ددرو زایو محال ویش دمبایل شمیری اعلان شوی وی دشت بر چی خیر خانه او احمد شا بابا مینه داحمدشا بابا مینه کی پشتانه اوسیزی د۴ شمارو نه یوه ی فعاله خو زواب نه ورکوی دری نوری شماری په مطلق ډول غلطی دی اوس لا تعصب او تقلب ته کوششونه روان دی که ی نه منی فبسبوک وګوری دابه درته جوته شی پشتانه دی بیدار وی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x