د امت لويان

داسلامي تاریخ څو نمونه او ایډیال زلمیان

(1)  ارقم ابن ابي الارقم

        ارقم ابن ابي الارقم رضي الله عنه هغه ځلمی صحابي دی چې کور یې د اسلام د دعوت لومړی مرکز بلل کیږي. دې  ځوان د شپاړس کلونو په عمر اسلام ومانه او له هغه وروسته یې خپل کور دیارلس کاله د اسلامي دعوت مرکز وګرځاوه، د روایاتو په اختلاف دی اووم او یا دولسم مسلمان دی، او له لومړنیو مسلمانانو شمیرل کیږي، د ده کور په مکه کې د صفا غونډۍ خواته و هلته به رسول الله صلي الله علیه وسلم نوي مسلمان شوي کسان را جمعه کول د قران نازل شوي ایتونه به یې ور ښوول او د همده په کور کې لوی او مخکیني مسلمانان په اسلام مشرف شوي وو.

د ارقم کور ځکه رسول الله صلي الله علیه وسلم د اسلامي دعوت مرکز ټاکلی و چې یو خو د ارقم په اسلام خلک نه و خبر نو ځکه قریشو فکر نه کاوه چې رسول الله به دلته له خپلو ملګرو سره یوځای کیږې او بل ارقم د قریشو د بنو مخزوم له پښې نه و او د قریشو د دې پښې او د رسول الله د کورنۍ(بنوهاشم) ترمنځ اړیکې بیخونده وي نو خلکو فکر نه کاوه چې د ده کور ته دي رسول الله راځي، او لکه ومو ویل ارقم ابن ابي الارقم رضي الله عنه ایله دشپاړسو کلونو تنکی ځلمی و نو دا فکر نه کیدی چې د دومره کشر ځوان په کور کې دي دومره مهم مجلسونه جوړیږي او د مسلمانانو د تجمع ځای دي وي.

(2) سعد بن ابي وقاص

     سعد رضي الله عنه هغه اوولس کلن ځلمی دی چې د الله په لاره کې لومړی غشی وېشتونکی بلل کیږي، یعني د جهاد د پیل په مهال په لومړۍ غزا کې د الله په لاره کې لومړی غشی وېشتونکی سعد دی، دی له لسو جنتیانو نه یو دی او د شورا له شپږو کسانو نه دی، او دی هغه یواځنی ځلمی دی چې رسول الله صلي الله علیه وسلم ورته ویلي دي: زما مور او پلار له تا قربان شه وله، علي ابن ابي طالب رضی الله عنه وایې: رسول الله صلي الله علیه وسلم د احد په ورځ سعد ته وویل: زما مور او پلار له تا قربان شه وله، او سعد هغه کس دی چې دعربو له وتلیو میړنیو سپرو نه بلل شوی دی.

دی په قریشو کې د بنو زهره له قبیلې نه و او د رسول الله صلی الله علیه وسلم مور امنه هم زهریه وه نو دی به رسول الله ماما باله، یوه ورځ له رسول الله سره صحابه کرام ناست وو  او سعد د دوی لورته را روان و رسول الله صلي الله علیه وسلم هغوی ته وویل: هذا خالي فليرني كل امرؤ خاله، دا زما ماما دی تاسو هر یو خپل ماما راوښيئ. سعد هم له لومړنیو مسلمانانو نه دی او ویل کیږې دریم مسلمان و.

په سعد باندي خپله مور سخته ګرانه وه او د هغې به یې زیات خدمت کاوه کله چې دی مسلمان شو هغه سخته ورته په غوسه شوه او ورته ویې ویل: که ته  اسلام پرېنږدې زه به خوراک او څښاک ونکړم او له خوراکه منعه شوه ده ډیر کوښښ وکړ چې قانع یې کړي خو هغې نه منله اخر یې ورته وویل:  يا أماه إني على شديد حبي لك لأشد حبا لله ولرسوله ووالله لو كان لك ألف نفس فخرجت منك نفسا بعد نفس ما تركت ديني هذا بشيء . مورې ! زه له تاسره ډیره مینه لرم خو له تا نه له الله  او د هغه له رسول سره ډیره مینه لرم، په خدای قسم که ستا زر ساوې او نفسه هم شي او یو په بل پسي دي له بدنه وځي بیا به هم زه خپل دین پرېنږدم، په دې سره هغه پوه شوه چې دی اسلام نه پرېږدي نو له خپله هوډه واوښتله او په دې اړه دا ایت هم نازل شو : وَإِنْ جَاهَدَاكَ لِتُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا .

(3) طلحة بن عبيد الله

     طلحه رضي الله عنه په شپاړس کلنی کې اسلام منلی دی او دی له لسو جنتیانو صحابه کرامو نه دی، داحد په غزا کي یې له رسول الله صلي الله علیه وسلم سره ژمنه (بیعت) وکړه چې تر مرګه به جګړه کوم، طلحه په احد کې د ماتي په مهال رسول الله صلي الله علیه وسلم له مشرکینو وساته او هغه داسي چې له هغه سره ولاړ و د دښمن غشیو ته به یې ځان ور مخته کاوه او رسول الله صلي الله علیه وسلم به یې ساتی ، آن چې د یوه لاس ګوتې یې هم شلې شوې، او خورا زیات ټپونه یې وخوړل.

په مختلفو روایاتو کې راغلي چې د احد ورځ د طلحه وه ابوبکر رضي الله عنه وایې: د احد ورځ د طلحه وه یعني د دې ورځې اجرونه ده ټول کړل ځکه په دې ورځ ده له ټولو زیاته قرباني ورکړه، په روایت کې راغلي یوه ورځ رسول الله صلي الله علیه وسلم هغه ته  وکتل او ویې ویل: که څوک غواړي هغه شهید وویني چې د ځمکې پر مخ ګرځي نو طلحه ته دي وګوري،  په غزاوو کې له مختلفو میړانو سره له خوارانو او مسکینانو سره د ده مینه هم عجیبه وه، ده به دومره زیاته سخا کوله چې رسول الله صلي الله علیه وسلم هغه ته د طلحه الجود، طلحه الفیاض او طلحه الخیر لقبونه ورکړي و او رسول الله صلي الله علیه وسلم به ویل طلحه او زبیر به په جنت کې زما ګاونډیان وي.

(4) زبيربن العوام

     زبیر بن العوام رضي الله عنه په پنځلس کلنۍ کې اسلام منلی دی او دی هم له مخکینیو مسلمانانو نه شمیرل کیږې داراز دی هم له لسو جنتیانو صحابه کرامو نه دی ، دی په (حواري الرسول) سره یادیږي یعني د رسول الله خاص ملګری او مشاور، دی هم د ابو بکر صدیق رضي الله عنه زوم دی او هغه خپله لور اسماء ده ته په نکاح کړي وه، داراز د عربو مشهور فارس اوسپور عبدالله رضي الله عنه د ده زوی و.

ده په پنځلس کلنۍ کې اسلام منلی دی او زبیر هغه ځلمی دی چې په اسلام کې دالله په لاره کې لومړی توره اېستونکی مجاهد شمیرل کیږې. دې پنځلس کلن تنکي ځلمي د الله په لاره کې خورا زیاتې سختۍ ګاللې دي، او  جهادي  کیسو ته یې یوه ځانګړې رساله په کار ده.

(5) زید بن ثابت

      زید بن ثابت رضي الله عنه په دیارلس کلنۍ کې د اسلام خدمت ته وړاندي شواو ځیني روایات وایې چې په یولس کلنۍ کي، او دی یواځنی هغه صحابي دی چې په قرانکریم کې یې نوم راغلی دی: فَلَمَّا قَضَى زَيْدٌ مِّنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنَاكَهَا لِكَيْ لاَ يَكُونَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِي أَزْوَاجِ أَدْعِيَائِهِمْ إِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا(الاحزاب 37) . زید رضي الله عنه هغه هوښیار او پوه ځلمی و چې د رسول الله صلي الله علیه وسلم په امر یې په اوولسو شپو کې سریاني او یهودي ژبې  زده کړې او د رسول الله صلي الله علیه وسلم ترجمان وګرځیدی.

په رسول الله صلي الله علیه وسلم به چې وحي نازلیدله هغه به یې زید ته سپارله او هغه به لیکله داراز زید د قران حافظ او خورا ښه عالم و، په صحابه کرامو کې شپږ کسان په فتوا ورکولو سره مشهور وو او په هغو کې یو زید هم و هغه شپږ دادي: عمربن الخطاب، علي بن ابي طالب, عبدالله ابن مسعود, أبيّ بن كعب, أبو موسى الاشعري او زيد بن ثابت رضي الله عنهم . په ځانګړې توګه په علم المیراث کې زید رضی الله عنه ډیر زیات مهارت لاره، او په ټولیزه توګه د ده پوهه او هوښیاري ټولو صحابه کراموته معلومه وه، عمر بن الخطاب رضي الله عنه به چې کله حج ته تلو په مدینه کې به یې زید خپل ځای ناستی وټاکه. او د زید ترټولو لوی کار د قران کریم جمعه کول دي د قرانکریم د جمعه کولو له پاره د صحابه و یوه ډله وټاکل شوه او د هغې مشري زید کوله.

(6) اسامه بن زید

    اسامه او پلار یې زید رضي الله عنهما دواړه صحابه دي،  دوی د بنو قضاعه دقبیلې دي او هغه مخکي چې موږ کوم زید یاد کړ هغه انصاري دی دا زید بن حارثه او هغه زید بن ثابت دی. ده په اتلس کلنۍ کې د رسول الله صلي الله علیه وسلم ملګرتیا پیل کړي ده، دی او پلار یې دواړه د رسول الله مریونه وو او د ده مور ام ایمن د رسول الله روزونکې وه.

رسول الله صلي الله علیه وسلم د خپل ژوند په وروستیو شپو کې  شام ته د مجاهدینو ستر لښکر تیار کړ چې په هغه کې د ابوبکر او عمر رضي الله عنهما په څیر مشران صحابه هم وو او د دې لښکر مشر یې اتلس کلن اسامه وټاکی، که څه هم خلک زړه نا زړه وو خو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی پوه کړل چې دا ځلمی د مشرتابه او قیادت وړتیا لري، دالښکر لا تر خپله هدفه نه و رسیدلی چې رسول الله صلي الله علیه وسلم وفات شو دوی بیرته را وګرځیدل، کله چې ابوبکر رضی الله عنه خلیفه شو همدا لښکر یې له ډیرو مخالفتونو سره د اسامه په مشري کې بیا تیار کړ، دوی چې له مدیني ووتل انصارو مجاهدینو عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته وویل: ته خلیفه ته ورشه ورته ووایه چې د اسامه په ځای بل مشر امیر وټاکي عمر ورغی او ابوبکر ته یې د انصارو خبره وکړه ابوبکر دومره په غوسه شو چې عمر ته یې وویل: مور دي درباندي بوره شي زه څنګه هغه امیر لري کړم چې رسول الله ټاکلی و.

(7) معاذ او معوذ

     معاذ او معوذ رضی الله عنهما دواړه د دولسو او څوارلسو کلونو په عمر تنکي ځلمیان د بدر د غزا اتلان دي او دا دواړه هغه ځوانان دي چې د بدر په تاریخي معرکه کې یې د کفر او شرک سرخیل ابوجهل وژلی وو، امام بخاري او امام مسلم رحمه الله د دوی کیسه له مشهور صحابي عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه نه روایت کړې ده، ستاسو سره یې په لنډو ټکو شریکوم.

عبدالرحمن وایې: زه د بدر په غزا کې د مجاهدینو په صف کې ولاړ وم، د انصارو دوه ځوانان مي ولیدل په عمر کشران وو د ولسو او څوارلسو کلونو ترمنځ عمرونه یې وو، دی وایې د دوی دواړو یو راغی ماته یې اشاره وکړه او راته کړه یې : ای تره ! ته ابوجهل پیژنې؟ ما ورته وویل: وراره ! ته هغه څه کوې؟ هغه وویل زه خبر شوی یم چې هغه رسول الله ته ښکنځل کوي په هغه ذات مي قسم چې زما روح یې په واک کې ده که زه او دی سره یوځای شو زه به دی نه پرېږدم څو په ما اوده کې یو مړه شوي نه یو، عبدالرحمن وایې هغه بل ځوان هم دا خبره راته وکړه. او لیږ وروسته دواړو ابوجهل ته ځانونه ورسول او د هغه په کپرۍ یې د تورو ګذارونه پیل کړل.

(8) محمد بن القاسم

     محمد بن القاسم الثقفي رحمه الله د سند فاتح او د اسلام په تاریخ کې تر ټولو ځوان او وتلی قائد دی، د ده پلار قاسم د حجاج بن یوسف د تره زوی و، محمد د امیرانو په کورنۍ کې زیږیدلی او روزل شوی و، د ده  پلار  قاسم او ناسکه تره حجاج د بنوامیه و په واکمني  کې ډیر ځواکمن او لوی لوی امیران وو، او تاریخ شاهد ده چې د بنوامیه و په زمانه کې اسلامي لښکرې هرځای پرمخ روانې وې، او خورا زیاتې لاس ته راوړنې او لوی فتوحات یې ترلاسه کړي دي. محمد بن قاسم په داسي وخت کې پیدا او رالوی شو چې هغه وخت به هرځای د جهاد او فتوحاتو خبرې او مجلسونه وو،  د واکمنو او امیرانو توجه هم د جهاد دسنګرونو لورته وه اود دوی په مجلسونو کې هم داخبرې تودې وې، نو په داسي ټولنه او د هغو په واکمنه کورنۍ کې د محمد په څیر ځوان اتلان پیدا کیدل ډیره د تعجب خبره نده.

د موجوده پاکستان سیند ایالت  هغه مهال ډیر مشهور هیواد و، چې پلازمینه یې دیبل موجوده کراچۍ وه مؤرخین لیکي چې د عمربن الخطاب رضي الله عنه په زمانه کې لا هڅه شوي وه چې مسلمان لښکر دې هیواد ته مخه کړي خو حالات برابر نشول بالاخر د اموي خلیفه ولید بن عبدالملک په زمانه کې حجاج بن یوسف د څو اسیرو مسلمانو کورنیو د خلاصون  له پاره دې هیواد ته شپږ زره کسیز لښکر تیار کړ او د دې لښکر مشر یې خپل وراره اوولس کلن محمد وټاکه. ټول مؤرخین په اتفاق سره وایې چې هغه کله د سیند دلښکر مشر ټاکل کیدی اوولس کلن و، په سیند کې د ده د فتوحاتو داستان اوږد او داراز د ده د غورو اخلاقو او لوړ سیرت کیسې هم پریمانه دي.

کله چې ولید بن عبدالملک مړ شو او په ځای یې سلیمان بن عبدالملک خلیفه شو د هغه له حجاج سره نه وه جوړه داراز هغه وخت دا بدمرغي هم زیاته وه چې د دښمن په خپلوانو او کورنۍ هم رحم نه کیده څرنګه چې محمد د حجاج له کورنۍ څخه و نو سمدستي یې سلیمان د سیند د لښکر له مشرتابه نه د ګوښه کولو امر وکړ او دده په ځای یې بل کس وټاکه، تاریخ لیکي چې محمد بن قاسم ته د خپل لښکر مشرانو مشوره ورکړه چې د خلیفه د امر مخالفت وکړه په تا کې کومه ګناه نشته شرعا مخالفت کولی شي او که د هغه خبره ومنې او هغه ته ورشې نو هغه به  خامخا ستا د تره غچ له تا اخلي او تابه وژني خو ده وویل چې زه مرګ ته تیار یم خو د مجاهدینو او مسلمانانو په لښکر کې مخالفتونو ته نه یم تیار او هغه و چې کله بیرته عراق ته راستون شو د بغداد نوي والي صالح ونیو دواسط په بندیخانه کې یې بندي کړ، د صالح ورور ادم حجاج وژلی و، د هغه په بدل کې  یې محمد په بندیخانه کې له ډیرو شکنجو او تعذیبونو وروسته  وواژّه.

دتاریخ شنونکي کاږي که داد اسلام ستر او ځلمی غازي پرېښودل شوی وی کولی یې شوی ټول هند او چین یې فتحه کړي وی،  او باید ووایو چې  دا ستر سالار د بندیخانو او تعذیبونو سړی نه و دا داسلامي خاورې د سرحداتو تکړه ساتونکی او د بدو ورځو له پاره په ښمر کیدونکی اتل و، وایې کله چې محمد بن قاسم د واسط په بندیخانه کې د امت د غدارانو په لاس کې بندي و له ځانه سره به یې دا شعر زمزمه کاوه: هغوی زه ضایع کړم او دوی داسي ځوان ضایع کړ چې د بدې ورځې او د سرحداتو د ټینګولو له پاره په ښمر کیدی.

أضاعوني وأي فتى أضاعوا ليومٍ كريهةٍ وسداد ثغر.

(9) عبدالرحمن الناصر

     مجبوره یو د دې یوویشت کلن خلیفه لنډ تاریخ ته  څو ګامه شاته ولاړ شو، له  41 هـ – 132 هـ، پوري د اسلامي امت د خلافت واګې د بنو امیه کورنۍ په لاس کې وې، لکه مخکي مو وویل هغه مهال د عربو واکمنو دا بدمرغه عادت و چې څوک به له واکه وغورځول شو هغه خو پریږده د هغه ټوله کورنۍ به یې ختموله، کله چې د بنو امیه و واک ختم شو او خلاقت د عباسیانو لاس ته ورغی په بنو امیه و پسي یې راواخیستله او ډیر زیات یې ووژل، په بنو امیه و کې د عبدالرحمن الناصر یو نیکه عبدالرحمن بن معاویه اندلس ته وتښتیدی، او هلته یې مستقل دولت اعلان کړ.

عبدالرحمن الناصر لدین الله د همدې خلافت اتم خلیفه و دی د اندلس په مشهور ښار قرطبه کې په 22 د روژې کال 277هـ کې زیږیدلی دی او په کال 316هـ  خلیفه وټاکل شو، په دې وخت کې په اندلس کې ګڼ شمیر سیاسي مشکلاتوشتون لاره او کورني مخالفتونه و، عبدالرحمن هغه ټول له منځه یووړل او یو پیاوړی دولت یې رامنځته کړ، پیاوړي دولتونه خو په نړۍ کې خورا زیات نور هم تیر شوي دي خو د عبدالرحمن حکومت په نړۍ کې یو بیساری حکومت بللی شو، ځکه د ده د خلافت په زمانه کې په اندلس کې علمي او سیاینسي انقلاب رامنځته شو او حقیقت داده چې دا انقلاب د نړۍ بیساری انقلاب دی، تاریخي کره شواهدو ثابته کړې ده چې د اروپا په نشأة ثانیه کې د اندلس علمي او سیاسي انقلاب پوره ونډه لرلي ده، او دا انققلاب دې یوویشت کلن ځلمي عبدالرحمن الناصر رامنځته کړی و.

(10) محمد الفاتح

        محمد چې ترکان یې فاتح سلطان محمد خان ثاني بولي د عثماني خلفاو اووم خلیفه و، د ده له نوم سره د فاتح وروستاړی ځکه نښتی ده چې ده قسطنطنیه فتحه کړې وه، دا ښارله  335 نه تر کال  395 پوري د رومي امپراطوري پلازمینه وه او له 395 نه تر  1453 پوري د بیزنطي امپراطوري پلازمینه وه، او له بیزنطیانو نه سلطان محمد فاتح واخیستله، عثماني ترکانو دا ښار په اسلامبول او استانه سره ونوماوه او وروسته د دوی بدمرغه خلف اتاترک اسلامبول په اسطنبول بدل کړ.

د دې ښار فتحه کومه ساده خبره نده ځکه یو خو دا ښار دپیاوړې  بیزنطي امپراطوري څه دپاسه یوولس سوه کلنه پلازمینه وه او په شرعي لحاظ هم دا فتحه خورا لوی ارزښت لري ځکه په اړه یې رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې: خامخا به قسطنطینیه فتحه کیږې نو هغه امیر به ډیر ښه امیر وي او هغه لښکر به ډیر ښه لښکر وي. عن عَبْدُ اللَّهِ بْنُ بِشْرٍ الْخَثْعَمِيُّ، عَنْ أَبِيهِ، أَنَّهُ سَمِعَ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم يَقُولُ: لَتُفْتَحَنَّ الْقُسْطَنْطِينِيَّةُ فَلَنِعْمَ الْأَمِيرُ أَمِيرُهَا وَلَنِعْمَ الْجَيْشُ ذَلِكَ الْجَيْشُ .رواه البخاري في التاریخ وابن عبدالبر في الاستعیاب.

دا فتحه د  دوویشت کلن سلطان محمد فاتح په لاس رامنځته شوي وه، څه د پاسه یوولس سوه کلنه بیزنطي امپراطوري یې له منځه وړي وه او دا پراخه سیمه یې د اسلامي خلافت تر ولکې لاندي راوستې وه او مؤرخین کاږي: دا پیښه د منځنیو پیړیو پای او د نویو پیړۍ پیل و.

دا لس ځوانان  څوڅو کلن وو؟

    د نمونې په توګه مي له اسلامي تاریخ نه دا لس کسان درته راټول کړل، د دوي د لنډ ژوندلیک په ترڅ کې به مو لیدلي وي چې د دوی له  اړوند کارنامو سره مي د دوی عمرونه هم په ګوته کول، د دوی عمرونه  د 13 او 22 کلونو ترمنځ وو، دا عمر بیخي د تنکۍ ځوانی عمر ده، زموږ دې کرښو ته باید د دې عمر ځوانان ښه متوجه شي، زموږ په ټولنه کې د دې عمرونو ځوانان څه کوي او په څه بوخت دي هغه زموږ په مخ کې ده.

ارواپوهان وایې د هر چا په ژوند کې یوه بریالۍ نمونه او کامیاب ایډیل مهم ده  څو له هغه سره د مینې په برکت د هغه په ژوند باندي تګ کول ورته اسانه شي، او په دې کې هم شک نشته چې د ډیرو بریالیو انسانانو ژوند د خپلو ایډیلونو تر اغیز لاندي راغلی وي او دهغه په برکت د بریا لوړو څوکو ته رسیدلي وي، متاسفانه د نن ډیری ځوانانو فلمي ستوري او د لوبو اتلان آیډیل ګرځولي دي، د کوم امت ځوانان چې په خپل تاریخ کي د دې لسو کسانو په څیر رښتیني اتلان لري هغوی به  د ډم او …  په ایډیل ګرځولو سره خپل ځان هیڅکله سپک او ذلیل نکړي.

زه شخصا له تفاخر او ویاړونو سره ډیره اړیکه نلرم، فخر او ویاړ که د خپلو اتلانو د احترام پرځای کولو تر اندازي وي بده نده او که یو څوک ټول ژوند په فخر او ویاړونو بوخت وي هغوی په تاریخ کې ژوند کوي، هغوی کاري وړتیا له لاسه ورکوي په خبرو کې به ښه تیز لګیا وي خو عملا به فلج او شل شوټ وي، د پلرونو او نیکونو بریاوې او اتلولۍ، میړانې او تاریخي کارنامې له هغوی سره تللې دي زموږ له پاره یواځنی د ګټې شی داده چې هغوی د خپل عمل له پاره نمونه او ایډیل وګرځوو.

یو وخت زموږ یو تکړه او هوښیار کلیوال وفات شوی و، د هغه په مړینه یې زامن، وروڼه او نږدې خپلوان سخت وارخطا وو، او فاتحې ته راتلونکي خلک يې ښکاره په وارخطايي پوهیدل، یو هوښیار کوچي یې هم فاتحې ته راغی د خپلوانو خرابه وضعه یې چې درک کړه ویې ویل: زموږ مشر ورور دي الله وبښي، د کور کلي نه د قام سړی و په مرګ یې موږ ښه وارخطا شوو، خو څرنګه چې هغه زموږ په منځ کې لوی شوی و ټول خویونه، عادتونه، میړانې او میلمه پالنې یې موږ ته معلومې وې، ما وروڼو ته وویل چې فلاني څه خوی او عادت،  کومه میړانه او غیرت کاوه موږ به خامخا هغه کوو، توبه مي دي وي هغه خو څه پیغمبر مبارک نه و چې موږ یې ځای ته نشو رسیدلی، کوچې زیاته کړه اوس په موږ کې ډیر له هغه تکړه او دکار خلک شته ، نو تاسو هم د هغه لاره ونیسئ بیخي په اساني د هغه ځای ته رسیدلی شئ. د کوچې کیسه لکه څومره چې ساده همدومره له حکمته ډکه ده زموږ تفصیل ته اړتیا نلري. او زموږ هوښیار ځوانان باید ورته متوجه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x