fbpx

آیا سامسنګ کمپنۍ خپل مبایل سوکه کوي؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): تېره اوونۍ د اېپل کمپنۍ په آیفون مبایل سوکه کولو اعتراف کړی و، چې دوی په لوی لاس خپل زاړه مبایلونه سوکه کړي تر څو د بیټرۍ وخت یې زیات شي، خو وروسته د آیفون کاروونکو لخوا پرې سختې نیوکې وشوې چې دوی دغه کار په لوی لاس ددې لپاره ترسره کړی چې کاروونکي نوي مبایل اخیستلو ته اړ کړي.

که څه هم د آیفون لخوا ددوی دغه نیوکې بېځایه بلل شوي او ویلي یې وو چې دوی دغه کار ددې لپاره کړی و څو د مبایل بیټرۍ زیات وخت دوام وکړي، خو له دې سره اېپل کمپنۍ ته په دغه کار ډیر تاوان واوښت او په مشتریانو کې یې نیم په نیمه کمبوت راغلی.

اوس داسې اټکل کیږي چې د سامسنګ په شمول نورې کمپنیانې هم خپل مبایلونه سوکه کوي څو د بیټرۍ وخت زیات دوام وکړي، خو د اېپل حالاتو ته په کتلو سره د سویلي کوریا کمپنۍ سامسنګ واضحه کړې چې دوی د بیټرۍ وخت ډېرولو لپاره مبایل نه سوکه کوي او نه هم د داسې کولو اراده لري، دوی زیاته کړه «کاروونکي له دوی څخه څنګه د داسې کیدو تمه لري!؟».

که څه هم سامسنګ کمپنۍ دغه ادعاوې ردوي خو ددوی د مبایلونو بیټرۍ د وخت په تېریدو له ستونزو سره مخ کیږي.

د کاروونکو په وینا د تېر کال په دیسمبر میاشت کې د سامسنګ لخوا په نوي وړاندې شوي مبایل ګلیکسي نوټ 8 کې د بیټرۍ ستونزې رامخته شوې وې، دوی ویلي وو چې د مبایل بیټرۍ یې په سمه توګه نه چارج کیږي، خو د سامسنګ لخوا تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودل شوی.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د