نظــر

دبدخشان ارګو ولي ټیکساس نه شوه!!

موږ له دغو ویر جنو سره په غم کي شریک یو او دعا کوو چي خدای دي ددې هیواد نور استو ګن له داسي نا ورین نه وژغوري  له کومه راهسي چي پر دې بې وزلانو ځمکه را ښویــــیدلې او په سوونو واړه زاړه نر او ښځې تر خاورو لاندي شوي لا هم دکرزي اداره نده توانیدلې چي ورته یا دسرپنا اویا خورا کي مرستې ورسوي او یاهم  ددوی له خاورو نه درا ایستلو غم وخوري  یوازي خلیلي دکرزي په استاځیتوب  څه نقدې پیسې ور وړلې  او بس. 

نور نو ده ده نه بل ورغلي پلاوي نه حکومتي چار واکو  دا اقدام وکړ چي باید  ددې مړه جسدنه له خاورونه را وایستل شي  تر نن پوري دټولو دا نارې دي چي لارې خرابې دي او موږ بیلډوزرونه او نور سامان نه شو رسولای او هلته دباران اورښت هم ددې لا مل ګرزیدلی چي  دا کار سرته ورسیږي  اوس ودې نتیجې ته رسیدلي چي نور  دا تر خاورو لاندې شوي  دالته  دتل لپاره پریښودل شي او هم دالته دجنازې لمونځ ور کړل شي  خو ددې قربانیاو قریبان په بیل او کلنګ  دنجات لپاره لا هم خپلې ناکامې هڅې جاري ساتي  تر اوسه چي څوک ورغلي  نو یابې وسه دي  یا  هم سیلانیان   نه هغو دولتي وزیرانو دا وکول چي له له شخصي سرمایې یا دوزارت له تخصیص نه څه ور کړي نه  هم هغو کاندیدانو چي په سر کي یې ډاکټر عبدالله او اشرف غني  را ځي  په دې اړه څه وکړل  نه هم نوروددوی ملګرو په خوله غم رازي وښودله  چي دا خو هغه اولس دۍ چي پرون مې ورته  ځولۍ غوړوله چي رایه را کړه  وطن به دي درته ګل ګلزار کړم  او دکرزي ویاند ایمل فیضي خو لا داهم وویل چي دغومره تلفات لري لکه چي خلک وایي !!

زما ښه یاد دي چي کله  څو کاله وړاندي دکشمیر او پا کستان ځینې سیمې  زلزلې وځپلې  نو هغه امریکا چي  دلته یې دراتګ شعار بیا رغونه ده  دپاکستان وهغو سیمو ته  په ورځ کي  سلګونه پر وازونه کول چي مرستې ورسوي  چي بیا داسي وشول چي هغه سیمې چي دوی ورته تګ را تګ کاوو  په خپلو نو مونو ونو مولې لکه واشنټن ټیکساس او داسي نور نومونه ددې لپاره چي دوی په اساني سره ورشي او پلو ټان یې ښه وپیژني.

خو دلته یې  دا کار نه وکړ نه یې غوږ په وګراوه  موږ او تاسو لیدل چي  ودې زوریدلي اولس ته به یې  خپل زور او قوت په دې هم ښودلو چي تخریب شوي ټانګونه به یې په شینوک هلیکوفترو پسي په کیبلونو ځوړند کړي وو او له یوه ولایت نه به یې بل ولایت ته لیږدول  خو نن  یې  پر ارګو دټیکساس نوم کیښود او نه یې بیلډوزرونه په الو تک پسي ځوړند کړل چي  وهمدې سیمې ته یې ورسوي  ډا کټر عبدالله چي ددوی دیر غل په مهال ځان ددوی  ویاند جوړ کړی وو او د خپل اولس داصیلو بچیانودځپلو لپاره به یې امریکایانو ته دځمکې له لارې کوردینات ور کول  خو نن یې  هغه سر غنه اباما په یوازي  یوه جمله کفایت وکړ چي زه په دې غم کي ور سره ځان شریک بولم او دکرزي ادارې  دا کافي وبلله چي  دخدای دپیښې په وړاندي  سوګ وښیي او ملي ماتم اعلان کړي او بیرغ نیم ځوړند پریږدي.

خو زه دبدخشان ودې غم ځپلو ته وایم چي ټول وخدای ته ددعا لاسونه او چت کړۍ چي خدایه له نورو ورته پیښو مو وژغورې  چي کله دمرستې آواز کوي نو پر مسلمان امت او خپلو افغانانو دي ږغ وکړي چي  راسره مرستې وکړۍ  نه داچي  وامریکاینو ته ږغ کوي  یایو الهي پیښه  ده نو په الله سره یې  مخنیوی کیدلای شي  نه په بل چا.

سعادت کامران

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x