نړۍ

ټرمپ: امریکا پاکستان ته د مرستو ورکولو حماقت کړی دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپل ټویټر لیکلي چې امریکا په تیرو ۱۵ کلونو کې پاکستان ته ۳۳ ملیارده ډالره کومک ورکړی چې په وینا یې لوی حماقت یې کړی دی. ځکه چې په بدل کې یې پاکستان امریکا ته هیڅ نه دي ورکړې، بېله درواغو او دوکې.

ټرمپ زیاته کړې چې پاکستان فکر کوي، د امریکا واکمنان بې عقلان دي، دوی هغو «تروریستانو» ته پناه ځایونه ورکړي چې مونږ یې په افغانستان کې تعقیبوو.

باید وویل شي چې ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پر مهال هم پر پاکستان توندې نیوکې کولې او تل یې دا تکراروله چې په افغانستان کې د جګړې اړتیا نشته، پاکستان باندي باید برید وشي، ځکه چې په وینا یې ټول تروریزم له همدې ځایه تغذیه کیږي.

د نوموړي پر ټویټ باندي تر ۱۶ زره زیاتو کسانو تبصرې کړي او د نوموړي ټویټر د پاکستانیانو او هندوستانیانو تر منځ د جګړې نوې ساحه ګرځېدلې ده، او امریکایان چې د ټرمپ سیاستونه یې نه خوښيږي، د نوموړي پر ټویټر تل د هغه پر ضد تبصرې کوي.

د هندوستان ټایمز د راپور سره سم د پاکستان پوځي مشر جنرال قمر باجوه د تېر کال ۲۰۱۷ اګست میاشتې پر ۲۳مه نیټه د امریکايي سفیر سره تر لیدلو وروسته هغه ته واضحه کړې وه چې هیواد یې د امریکې مالي او پوځي مرستو ته تمه نه لري.

پاکستان په دې وروستیو کې امریکې ته مطلوب حافظ سعید هم خوشي کړی وو چې له امله یې امریکايي چارواکو سخت غبرګون ښودلی وو او ویلي وه چې پاکستان باید تروریستان خوشي نه کړي خو په ځواب کې يې پاکستان ویلي وه چې دوی د محکمې د پریکړې خلاف هغه نشي نیولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

دا خبره چه ټرمپ کوی چه امریکا پاکستان ته به ۱۵ کلونو کی ۲۳ بیلونه ډالره مرسته کول یی حماقت کړی ، دا باید په فاحشه خانو کی زیږیدلی او لوی شوی ټرمپ ونه کړی دا کار د ټرمپ په شان د نظم نوین جهانی د احمقو او د بشریت دشمنانو له خوا د افغانستان دمظلوم او مجاهد اولس د وژلو د پاره شوی او ترمپ پاید ورته حماقت ونه وایی احمق د حماقت کارونو ته ښی کړنی وایی د امریکا مظلوم اولس او د نړی مظلوم بضریت ورته حماقت وایی ، ترمپ چه د امریکا نوم پکی یادوی هم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x