افغانستان

عطا نور نن ولي ولایت ته نه وو ورغلی؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په داسي حال کې چې د ارګ او بلخ تر منځ د بلخ ولایت پر سر شخړه جریان لري، ددغه ولایت پخوانی والي جنرال عطا نور نن د دوشنبې په ورځ د ولایتې غونډي څخه غیر حاضر وو.

نوموړي ددې تر مخه په غونډو کې خپل ګډون دوامداره ساتلی وو چې حکومت یې غیر قانوني بولي خو عطا نور وايي اوس هم والي دی، والي وو او والي به پاتې وي.

د یادونې وړ ده چې ارګ له مخکې لا انجینر داود والي معرفي کړی او په کابل کې یې انتظار کړی تر څو یې د بلخ ولایت ته په رسمي ډول ور وپيژني.

تېره اونۍ د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویلي وه چې نوی والي به ډېر ژر معرفي شي او ویلي وه چې د بلخ ولایت ته د عطا نور ورتګ د قانون خلاف او د هغه شخصي پرېکړه ده.

دا چې هغه ولي نن د دوشنبې په ورځ ولایتي غونډې ته نه وو حاضر شوی، په اړه یې د جمعیت ګوند مخکښ مشران او عطا نور ته نیژدې کسان وايي چې هغه د شخصي بوختیاو له امله ونه توانید چې ولایت ته حاضر شي.

د جمعیت ګوند د رهبرۍ غړي عبدالستار مراد ویلي چې تر څو حکومت د جمعیت سره هوکړه نه وي کړې، تر هغو به عطا نور خپلې دندې ته ځي او خپل کارونه به د والي په توګه اجراء کوي.

نوموړی ګواښ کړی چې عطا نور هیڅ څوک له دندې نشي شړلای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

د ارګ والاو زور چی نرسیده دا پریکړه به یی نه کوله اوس یی چی پریکړه کړی باید عملی شی که چیری عملی نشی نو دابه د ارګ لپاره ډیره غټه بدنامی وی او ارګ به یو بی غیرته بی ننګه ارګ وی .

الجاج استاذ بیانزی

د فاحشو لاپی په لونډانو وی ، صبر کوه زما میړه به تاسی سره وګوری. همدا حالت د ع او غ او نوری غلامی او فاسدی اداری هم دی ، لوڼدانو یی د پلان له مخی هره فاحشه جلا او ځانګړی زور ورکړی چه هر یو د لونډآنو غوښتنو ته وفادار او مجبوره وی په ټولو کارو کی د لونډانو پالیسی تعقیب کړی

اختر محمد

دتشویش خبره نه دی دو ه والیان دی وی دشر او فساد په حکومت کی ۱۴ ریس جمهوران به کابل کی ول په لسګونو وزیران والیان ریسان په کابل کی حکومت کاوه داله درته وایم چه خاین ربانی دکابل له ماتی وروسته دریاست جنهوری چوکی بدخشان ته ورسوله خاین مسعود ددفاع دوزارت چوکی سیاره کله پنچشیر اوکله هم تخار ته دالند غران شرم نه لری طالبان ددوی لپار ه شه بدیل دی اوبس

نعیم الله

نه ارګ شرم لری او نه دا ملت ، یوه ورځ ښه وی بله ورځ بد بله ورځ بیا ښه وی بله ورځ بیرته بد خو سړی باید حقیقت درک کړی او حق ته حق وه وایی څکه حق د لوی او متعال څښتن تعالی ج نوم دی او که څوک له حق څخه سترګی پټوی دا به هغه خیانت وی چی جزاء ورکونکی به یی هم هغه څوک وی چی واقعی مالک دی .خو اوس چی زه ګورم لیدونکی د خفه نه وی ډیر محدود خلک دی چی دا درک یی کړی او عملی کړی وی .

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x