ورزش

راشد خان د 2017 کال غوره توپ اچونکی ونومول شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): په 2003 م کال کې کله چې د انګلستان او ویلز کرېکټ بورډ د شل ارویزو لوبو وړاندې کولو پرېکړه وکړه، له هاغه ورځې د کرېکټ رنګ بدل شو، د شل اوریزو لوبو په راتلو سره لومړي څو کلونه د توپ وهونکو په ګټه وو، خو ورو ورو توپ اچوونکو خپل مورال ځای ته راوړ، او اوس کولای شي توپ اچونکي لوبډلې ته بریا وروبخښي.

د 2017 کال په لسو زیاتو ویکټو اخیستونکو کې 6 ورو توپ اچونکي شامل دي، چې په 5 غوره توپ اچوونکو کې يې 4 ورو توپ اچونکي دي، همدارنګه تېر کال د افغانستان د بریا راز هم په ورو توپ اچونکو پورې تړلی و، کله چې د راشد خان په شمول محمد نبي او ځوان مجیب ځدراڼ په شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو کې نوي ریکارډونه جوړ او یو شمیر لاسته راوړنې ولرلې.

د سپورټس کیډا ویبپاڼې لخوا په خپاره شوي راپور کې د تېر 2017 م کال غوره توپ اچونکي ښودل شوي، چې په کې راشد خان د کال لومړی غوره توپ اچونکی ښودل شوی دی.

د 2017 م کال غوره توپ اچوونکو نوملړ په لاندې ډول دی:

1. راشد خان «Rashid Khan»

د سپورټس کیډا د راپور له مخې راشد خان د 2017 کال غوره لوبغاړی دی، چې په رسمي ډول یې تر ټولو زیاتې ویکټې هم ترلاسه کړي، نوموړي په 55 لوبو کې د 5.55 غوره اکانومي ریټ سره 78 ویکټې ترلاسه کړي، نوموړی په یاد کال کې د افغانستان، ایډلیډ سټرایکرز، بند امیر ډرګونز، کومیلا ویکټورینز، ګیانا امازون وریرز او سنرایزز حیدر اباد لخوا لوبیدلی دی.

19 کلن راشد خان پخپلو شل اوریزو لوبو کې د خپل کئیریر غوره لوبه ترسره کړه، چې په ګریټر نویډا لوبغالي کې یې د آیرلینډ 5 لوبغاړي د 3 منډو په بدل کې وسوځول، همدارنګه نوموړي په یو ورځنۍ لوبو کې غوره توپ اچونه ترسره کړه او د ویسټ انډیز په وړاندې یې د 18 منډو په بدل کې 7 لوبغاړي وسوځول چې په نړیوال کرېکټ څلورم نمبر غوره توپ اچونه وشمیرل شوه.

2. شاداب خان «Shadab Khan»

د پاکستان لوبډلې ورو توپ اچونکی په دغه لیست کې په دوهم نمبر ښودل شوی، نوموړي په 35 لوبو کې د 6.29 اکانومي ریټ سره 46 ویکټې ترلاسه کړي، چې په یاد کال کې د پاکستان، اسلام اباد یونائیټډ، راولپنډي، بریزبین هیټ او ټرینباګو نایټ رایډرز لخوا لوبیدلی دی.

نوموړی چې اوسمهال په بیګ بیش لیګ کې د بریزبین هیټ لخوا لوبیږي پخپلو 3 لوبو کې 6 لوبغاړي سوځولي دي.

3. سنیل ناراین «Sunil Naraine»

د ویسټ انډیز غوره ورو توپ اچونکی سنیل ناراین په دغه لیست کې په دریم نمبر ښودل شوی، نوموړي په تېر 2017 کال په زیاتو ویکټو اخیستونکو کې په دوهم نمبر و، چې په 64 لوبو کې يې 62 لوبغاړي وسوځول، ناراین په شل ارویزو لوبو کې د خپلې لوبډلې او نورو تجارتي لیګونو کې ښه ځلیدلی، باید یاده شي چې نوموړی په 2017 کال کې له توپ اچونې سره یو ښه توپ وهونکی هم ثابت شو.

4. یوزویندرا چاهل «Yuzvendra Chahal»

د هند لوبډلې ورو توپ اچونکی چاهل په شل اویزو لوبو کې په لږ وخت کې زیاتې لاسته راوړې لري، نوموړي په 24 شل اوریزو لوبو کې 37 ویکټې ترلاسه کړي چې غوره لوبه یې 6.25 د انګلستان په وړاندې ترسره کړې وه.

نوموړی که څه هم په آی پي ایل سیالیو کې ښه ونه ځلید خو په شل اوریزو لوبو کې یې د هند لوبډلې لپاره
تر ټولو زیاتې ویکټې ترلاسه کړي.

د سپورټس کیډا لخوا په خپاره شوي لیست کې محمد نبي په لسم نمبر ښودل شوی، نوموړی د افغانستان لخوا لومړی لوبغاړی دی چې په زیاتو تجارتي سیالیو کې لوبیدلی، نبي په 41 شل اوریزو لوبو کې په 6.62 اکانومي ریټ سره 43 ویکټې ترلاسه کړي دي، د نوموړي یوې سیالۍ غوره لوبه 4.10 ده.

همدارنګه په یاد لیست کې د سویلي افریقا ورو توپ اچونکی عمران طاهر په پنځم او حسن علي په شپږم نمبر ښودل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x