نړۍ

د ټرمپ پر څرګندونو د پاکستان توند غبرګون

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپل ټویټر پانه ولیکل چې پاکستان د امریکې ولسمشران احمقان بولي او په تیرو ۱۵ کلونو کې يې ۳۳ ملیارده ډالر د مرستو په توګه ځینې واخیستل خو په بدل کې يې یوازي چل او دوکه ورکړې. هغه پر پاکستان تور پوري کړ چې په خپل هیواد کې يې هغو «تروریستانو» ته پناه ورکړې چې دوی یې په افغانستان کې تعقیبوي.

د ټرمپ د دې څرګندونو وروسته په پاکستان کې په مختلفو سطحو غبرګونونه ښودل کیږي او تمه کیږي چې نن د سې شنبې په ورځ به د وزیرانو شورا غونډه هم وشي چې یوه مهمه موضوع یې د ټرمپ څرګندونې دي.

د ایکسپریس ورځپاڼې د خبر سره سم لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي نن د سې شنبې په ورځ د وزیرانو شورا را غوښتي چې په هغه کې به د پاکستان په اړه د ټرمپ وروستۍ څرګندونې تر غور لاندي نیول کیږي.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف پر خپل ټویټر لیکلي چې د ټرمپ پر څرګندونو به پاکستان ډېر ژر رسمي موقف څرګند کړي او نړۍ ته به حقیقت څرګند کړي.

د همدې سرچینې په حواله د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د امریکې سفیر «ډیوډ هیل» ور غوښتی او د ټرمپ پر څرګندونو یې رسمي احتجاجي غبرګون ورته ښودلی دی.

د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي د ملي امنیت شورا غونډه هم رابللې چې د پاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر، د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف، د پوځ مشر قمر باجوه او د ځمکني، هوايي او سمندري ځواک پوځي مشران یې هم ور غوښتي چې د نورو پوځي او سیاسي مشرانو په ګډون به په دې اړه غور کوي.

د پاکستان مختلفو سیاسي او عسکري حلقو د امریکايي ولسمشر پر څرګندونو غبرګونونه لا را روان دي خو د دغه هیواد دفاع وزیر د ایکسپریس نیوز تلویزون سره په یوه مرکه کې وویل: دوی به کله هم امریکې ته اجازه ور نه کړي چې د افغانستان جګړه په پاکستان کي وکړي، او زیاته یې کړه چې دوی د پاکستان د ځمکي څخه دفاع ته تیار دي.

هغه وویل چې د افغانستان څخه هم پر پاکستان بریدونه کیږي چې له امله یې وخت به وخت پوځیان وژل کیږي، که دا شخړي په یوه «ټویټ» باندي حل کېدلای اوس به وختي لا حل وای.

نوموړي په ټینګه هغه خبرونه رد کړه چې ګواکي په پاکستان کې د «تروریستانو» پناه ځایونه شته.

باید وویل شي چې پاکستان د افغانستان سره پر پوله کټارې او اغزن سیمان لګولي او په دې وروستیو کې یې یو ځل بیا ټینګار کړی چې پر ټوله ډیورنډ کرښه به کټارې وغځوي او ځای ځای به پوستې جوړي کړي چې په وینا یې په دې توګه به دواړو اړخونو ته د وسلوالو تګ او راتګ محدود شي. که څه هم د افغانستان حکومت په دې اړه د محدود غبرګون ښودلو وروسته چوپه خوله دی خو د سیمې خلک او مدنې ټولنو یې په اړه وخت په وخت غږ اوچت کړی او د پاکستان دغه اقدام یې نارواه او د افغانستان پر ځمکه بللی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x