افغانستان

طالبان: په تېره میلادي میاشت کې درې سوه دولتي مسوولین راسره یو ځای شول

طالبان وايي چې په تېره میلادي میاشت کې د دوی د «دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون»په هڅو له افغان دولته درې سوه تنه بېلابېل کارکوونکي رابېل شوي دي.چې له بېلوالي سره سم يې د طالبانو د ملاتړ وعدې کړې دي.

رسنیو ته په رسېدلي خبرپاڼه کې راغلي «دوی مختلفه النوع سلاوي اووسایط مجاهدینوته وسپارل اوژمنه یې وکړه چي نوربه دخپل دولس ترڅنګ دریږي اودیرغلګروصلیبیانواودهغوی داجیررژیم پرضدیې به خپله اسلامي اوملي وجیبه جهادکوي اوداسلامي امارت دمجاهدینوپوره ملاتړبه کوي .»
طالبانو په خپله برېښنا پاڼه کې د ټولو ورغلیو دولتي مسولینو سیمې په ډاګه کړي دي.
دا په داسې حال کې دی، چې څو ورځې وړاندې د فراه د پشترود ولسوالي د سقوط اوپه پنجشير کې د لسو پوستو نیولو راپورونه خپاره شول.د چارو ماهرین یادې پېښو ته په کتو اندېښمن دي او د ټاکنو اړوند انګېرې چې دویم ممکنه پړوا به يې په مخکې ډېرې ستونزې ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x