نړۍ

ایران: له تاوتريخوالي ډکو مظاهرو کې د وژل شوو کسانو شمېر دولسو ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): له تېرې شپږ ورځو راهيسې په ایران کې د حکومت پر ضد روان لاريونونه لا پسې په پراخېدو دي او تېره شپه هم په دغو مظاهرو کې د لاريونوالو او پوليسو تر منځ اخ وډب کې شپږ کسان وژل شوي دي. دغه کسان هغه مهال وژل شوي، چې قهدریجان ښار کې يې د پولیسو پر يوه مرکز بريد وکړ.

د دغو شپږو کسانو له وژل کېدو سره د حکومت ضد لاريونونو کې د وژل شوو کسانو شمېر دولسو ته پورته شو.

ایراني رسنۍ وايي، چې قهرجنو لاريونوالو تېره شپه هم د حکومتي چارواکو او مذهبي مشر ايةالله علي خامنايي پر ضد شعارونه ورکول او په ګڼو سيمو کې يې ولسي او دولتي املاکو ته هم اورونه اچولي دي.

د ایراني دولت پر ضد د لاريونونو پر مهال يو شمېر نورو ډلو هم سوله‌ييز لاريونونه پيل کړي، د بیعو د زياتوالي له امله پر حکومت نيوکې کوي او غوښتنه کوي، چې حکوموت دې د بيعو د ټيټولو سربېره په هېواد کې د خلکو لپاره د کارونو پيدا کولو لپاره پلانونه جوړ کړي.

ایراني چارواکي د حکومت پر ضد روان لاريونونه د دښمن او په ځانګړې توګه د امریکا پلانونه بولي او له ولس څخه يې غوښتي، چې په دغو لاريونونو کې له ګډونه ډډه وکړي.

پوليسو تر اوسه سلګونه لاريون کوونکي نيولي او دغه خلک يې د ولس دښمنان بللي دي.

ایراني ټلويزيون ويلي، چې يو شمېر لاريون کوونکو د بريد له لارې هڅې کړي، چې د پوليسو مرکز ونيسي، خو په ځوابي ډزو کې په شا تمبول شوي دي.

لاريون کوونکي د ایران د مذهبي مشرانو سربېره د ولسمشر حسن روحان پر حکومتي تګلارو هم نيوکې کوي او په عراق، سوريې او لبنان کې يې د ایران مداخلې غندلي دي.

دا لومړی ځل دی، چې مظاهره‌ چيان د حکومت پر ضد د مذهبي مشر اية الله علي خامنايي د نسکورولو او وژلو ګواښونه کوي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې د مظاهرو پايله به څه شي، خو د ایران پاسداران انقلاب ځواک مشر اسماعيل کوثري ګواښ کړی،که لاريونوال له تاوتريخوالي لاس وا نخلي، دوی به يې په اوسپنیز سوک سم کړي.

امریکا او اسرائيلو د حکومت پر ضد د لاريونونو هرکلی کړی او له نړۍ يې غوښتي، چې د دغو مظاهره چیانو ملاتړ وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x