نړۍ

د لومړي ځل لپاره مسلمانه ښځه د روسيې په ولسمشريزو ټاکنو کې له پوټين سره سيالي کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د داغستان جمهوريت د مشر مفتي مېرمن اينه حمزتوفا د روسيې په ولسمشريزو ټاکنو کې د ګډون لپاره خپل کاغذونه د ټاکنوکميسيون ته سپارلي او د روسيې په تاريخ کې دا لومړی ځل دی، چې يو مسلمان او هغه هم مېرمن د ولسمشريزو ټاکنو لپاره کانديده کېږي.

 د روسيې د ټاکنو کميسيون د حمزتوفا اسناد له ارزيابي کولو وروسته منلي او کولای شي، چې د ولسمشر ويلاديمير پوټين سره د سيالۍ لپاره په ولسمشريزو ټاکنو کې ګډون وکړي.

د روسيې د ټاکنو د خپلواک کميسيون په ويب پاڼې کې راغلي، چې حمزتوفا د خپلواکې نوماندې په توګه ځان د ولسمشريزو ټاکنو لپاره نومانده کړې او دوی يې دغه غوښتنه منلې ده.

د روسيې د ټاکنو کميسيون وايي، چې هر نوماند بايد د اسنادو له سپارلو وروسته د خپل ځان د کانديدو اعلان وکړي او همدارنګه د خپل کاروبار، عوايد او مصارفو سرچينې هم حکومت ته روښانه کړي او سربېره پر دې بايد د درې سوو زرو پلويانو لاسليکونه هم د ټاکنو کميسيون ته وسپاري.

روسي رسنۍ وايي، چې د حمزتوفا له نوماندۍ سره کېدای شي، د اوسني ولسمشر پوټين راتلونکی سياسي ژوند او د څلورم ځل لپاره په ولسمشريزو ټاکنو کې بريا له يو څه ننګونو سره مخ شي.

د څارونکو په وينا د روسيې په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره ولسمشريزو ټاکنو کې د يوې مسلمانې ښځې ګډون هېښوونکی دی او شونې ده، چې د قوقاز سيمې د ډېری مسلمانانو رايې خپلې کړي، چې د روسيې د مجموعي نفوس شل سلنه برخه جوړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الجاج استاذ بیانزی

د مسلمانی ښځی په کفری هیوادو کی جمهوری ریاست ته ځان نومولو په اړه : دموکراتیکو مسلمانانو ته اسلام یو ستایل دی یعنی اسلام ورته د نورو ادیانو په شان د یو کلجر او فرهنګ په شان دی د نظام په نامه اسلام نه پیژنی د دی ډول ښځو یا نارینه وو جمهوری ریاست ته ځآن نومول او حتی ګټل هغو هیوادو کفارو ته بی تفاوته او حتی په ګټه ښکاری یعنی د اسلامی نړۍ باور او بزنس ترلاسه کوی او لا یی په راتلونکی کی استثمارولی هم شی . د مسلمانو ښځو اسلامی حیثیت دا دی چه د کور… نور لوستل »

مجيب الرحمان

مولانا صىب ښځو ته په اسلام کې پوره د ټولنيز ژوند کولو او مسوليت اخيستلو حق دى، يوازې هاغه کسان د مسلمانو ښځو د پرمختګ مخنيوى کوي چې ژوند يې په پيرانو او د هغو په فتواؤ سمبال کړى وي. هره مسلمانه لکه بيبي خديجه رح حق د سوداګري، دوکانداري، مالکيت د جايدادونو، مځکو کاروبار، رياست چلونې، دولتدارۍ لري او خداى دې هره مسلمانه پخپل پت سمباله او په هر مسلمان او نامسلمان هېواد کې په مثبت پرمختک کې تکړه لري. دومره اسلامي اصول چې په غربي هېوادونو کې شته اسلامي هېوادونو کې نشته.، دا يې هم يوه وجه ده… نور لوستل »

محمد عابد

الحاج استاد بیانزی صاحب! السلام علیکم ورحمت الله هیله مند یم چې روغ او جوړ وأوسیږي. زه د تاسو ډیری څرګندونې لولم او یو څه ترې زده کولی سو. دا چې نه تاسو او نه هم زه دینی عالمان او یا مفتیان یو د جواز او نه جواز خبرې به یې علماوو او مفتیانو ته پریږدو. خو دومره پوهیږم چې فتوا، روا او ناروا د زمان او مکان مطابق یو څه توپیر لری. خیر دا مسله د په خپل جاوی. اوس به یې نور اړخونه وڅیړو. اول اوباما مسلمان نه وه او هیڅ وخت یې هم خپل ځان مسلمان او… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی

انور زی صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنه ! اوس هم مننه کوم چه بی له کنځلو او مستقیم توهینه مو خپلی نیوکی مطرح کړی زه یی په ښه فال نیسم هیله مند شوم چه تاسی ایزمیانو کی ستاسی په شان ښه خلک هم شته اصل موضع او ستاسو د نیوکو په اړه : دا منم چه زه به لوی مفتی یا مجتهد نه یم ، د مجتهد او مفتی د پاره قران کی څه نه دی ویل شوی د دی د پاره چه هر څوک له ځانه احکام صادر نه کړی د اجتهاد یا فتوو ورکولو د پاره… نور لوستل »

کمال

مجیب الرحمان صاحب ! نوم دی د بنګله دیشی ملی ګرا او په څنګ کی ورسره فتوی هم لګوی ( ټوقه ده هیله ده چه خوابدی نه شی ) . سره د دی چه ستاسی تبصره حاجی صاحب د تبصری په اړه لیکل شوی ، مګر دا چه مونږ ټول لکه په یوه اسلامی دسترخوان ناست یو ، هر چاته چه هره اسلامی او انسانی خبره معلومه وی باید ویی کړی ، ستاسی د تبصری په اړه به زه هم څه ولیکم : تاسی ورته مولانا صاحب وایاست زه یی حاجی صاحب بولم ، د حاجی صاحب تبصره په ځآی… نور لوستل »

غ.حضرت

سلام علیکم. دا د ښځی او نر د بیرونی او درونی توپیر بحث یو پېچلی بحث دی چه د پراخی مطالعې او حوصلې اقتضاء کوی چه البته زما د سوئې څخه جګ هم دی خو: څه کم سل کاله مخکی د جنوبی، نادان او احساساتی او بیده او بې علمه ( نه مسلمان نه کافر) وګړی د امان اللّه خان د اصلاحاتو پر ضد په پاڅون لاس پوری کړ او کلونه کلونه ئې ښځه څه چه د هلکانو د مکتب د شتون دښمنی کول، ډېر کم ځوانان پکی د سواد درلوونکی شوه خو د بده مرغه همهغه څو باسواده ځوانان… نور لوستل »

محمود

السلام علیکم ! زما د اسلامی، افغانی او انسانی معلوماتو له مخی : لمړی : ښځه او میړه د ټولنی د بنست لمړنی خخته تشکیلوی . الهی نظام ورته خپل تعریف او ځانګړی جوړښت او دموکراتیک نظام چه په مخالف قطب کی قرار لری ورته خپل فارمول، تعریف او جوړښت قایل دی . د دواړو نظامو پلویان هرجیری حتی په اسلامی هیوادو او حتی زمونږ په ګران افغانستان کی تر نوری اسلامی نړی زیات او حتی په اوسنی کوجنی مناقشه کی یی مونږ احساسوو . هر اړخ ورته د خپل لیدلوری په جلا جلا قالبونو کی تعریفات لری: الهی نظام… نور لوستل »

غ.حضرت

محموده وروره! دا مسائل په احساساتو نه حلیږی. هیچا ندی ویلی چه یا کمونیزم ښه دی یا کاپیتالیزم بلکه یو معقول مسلمان همیشه د ” امت اوسط” پتوګه خپل ځانته ځانګړی قوانین لری. ستاسی لیکنه د پیل نه تر پای پوری د تناقض نه ډکه او په عین حال کی د بحث نه بهر یوه لیکنه ده. ما لیکلی دی چه زه د کمونیزم او سره پوځ دښمن وم، ته وائې چه کمونیزم او کاپیتالیزم دوه وړونه دی، پداسی حال کی چه نن ورځ د قدرتونو په سطحه د کمونیزم په نوم کوم دولت شتون نلری او نننۍ روسیه چه… نور لوستل »

Back to top button
8
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x