افغانستان

فراه : د پشترود امنیه قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل):د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ امنيه قومندان په وسله وال برید کې وژل شوی.

پېښه پرون ماښام مهال د پشترود ولسوالۍ په ماندګان سيمه کې را منځته شوې.

د ځايي سرچينو له مخي د پشترود ولسوالۍ امنيه قومندان محمد ابراهيم له خپلو ۲ تنه ساتونکو سره هغه مهال ووژل شو کله چې د نوموړي موټریز کاروان تر وسله وال بريد لاندي راغی.

د بريد مسؤليت طالبانو منلی.

طالبانو ويلي چې د امنيه قومندان ابراهيم موټريز کاروان يې د کمېن په ترڅ کې په نښه کړی او د نوموړي په ګډون يې ۵ نورو ساتونکو ته مرګ ژوبله اړولې.

د فراه ولايت امنيتي چارواکو لا د پشترود د امنیه قومندان د وژلو اړوند څه نه دي رسنيز کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x