شعـــــرونه

اعتراف ـ نظم

زما د خوب مشابهت يې که نه 

 چې هرې خوا ته ضرورت يې که نه

 چې د زمان تر نا ليدلي حده

 د چا په ‌ذهن کې حاجت يې که نه

 عشقه خاموشه راته مه ودريږه

 زه مې په سترګو احاطه نه منم

 چې د زلفانو له خياله نه وي

 په خپل تندي کې مې سجده نه منم

تياره محتاجه وه رڼا يې غوښته

 ما له همدې وجې خپل کور سوزاوه  

ما له لمبو نه هم ل‌‌ذت اخيسته

 دا مې د خپل احساس په زور سوزاوه

زه دا منم لکه منصور نه شومه

 زه دا منم لکه فرهاد نه يمه

 زه دا منم چې د بقا په خاطر

 په صحراګانو کې اباد نه يمه

خو بس د ويرې له عجيبې دنيا

 د ځان باقي حصه مې وموندله  

د حيرانۍ قصه مې ولوستله  

ددې رڼا مزه مې وموندله

دادې تيا‌ره ده خو زما په ذهن  

زما د کور لمبو رڼا خوره کړه  

دا دې جنون ته مې جواب ووايه

 عشقه په خپل ځان مې حيا خوره کړه

سلام سلام سلام سلام او سلام

 سړی تر کومو لارو ورسوې

 ستا لاس نيوی د خپل وجود لاس نيوی

 ستا لاس نيوی د ادميت اعتراف

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x