دیني، سیرت او تاریخ

واک او دنده غوښتل داسلام له نظره/لومړۍ برخه

لیکنه: الهام الخراساني

لومړی ددې خبرې یادونه کوو چې واک،دنده،امارت او خلافت یو مسؤلیت دی داد هیچاحق نه دی،

داسلامي لارښو ونو له نظره دنده وړه وي که لویه یو مسؤلیت دی د اسې حق نه دی چې دهغې دترلاسه کولو لپاره دې څوک په پراخه پیمانه هلې ځلې وکړي چې څرنګه واک او دندې ته ورسېږي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

الامام راعٍ ومسؤل عن رعیّته (صحیح البخاري، کتاب الجمعه حدیث: ۸۹۲)

مشر څارونکی دی، او کومه دنده چې ورسپارل شوې دهغې پوښتنه به ورڅخه کیږي.

له دې حدیث څخه دامعلومه شوه چې واک او دنده دې داسې مسؤلیت وګڼل شي چې تر خپله وسه ترې ځان ساتل غوره دي، مګر که چیرته دکومې اړتیا له کبله چاته ور وسپارل شي؛ نو بیادې یو امانت او مسؤلیت وګڼي او په سهي توګه دې سرته ورسوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یو وار حضرت ابوذر رضي الله عنه دیوې دندې دورسپارلو غوښتنه وکړه،رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل:

یاأباذر! انک ضعیف، انها امانة،وانها ویوم القیامة خزْیٌ وندامة، الامن اخذها بحقها وادّی الذي علیه فیها. (صحیح مسلم، باب کراهة الامانة، حدیث۴۶۸۲)
ژباړه: اې ابوذره! ته کمزوری یې، او دا (دنده او حکومت) یوامانت دی، او قیامت په ورځ رسوا یي او پښېماني ده، مګر که څوک دا امانت په سهي او حقه لار واخلي، او خپل مسؤلیت په سهي توګه اداکړي.

د سنن ابو داؤد په روایت کې نبی علیه السلام حضرت ابوذر رضي الله عنه ته وایې اې ابوذره! ته ماته کمزوری ښکارې او زه ستا لپاره هغه څه خوښوم کوم چې د ځان لپاره خوښوم کله هم په دوه انسانانو امير مه جوړېږه …

دغسې جامع الاصول په حواله دصحیح البخاري (کتاب الاحکام باب مایکره من حرص الامارة) حدیث ۷۱۴۸

له ابو هريره رضي الله عنه نه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

انّکم ستحرصون علی الامارة وستکون ندامة یوم القيامة فنعم الرضعة وبئست الفاطمة.

ژباړه: بېشکه تاسو دچوکۍ ترلاسه کولو کوښښ کوئ او دابه دقیامت په ورځ ستاسو دپښېمانۍ لامل وګرځي؛ ځکه چې دشېدو ورکوونکې ډېره نېکه وي له شېدو جلا کوونکې څخه.

همدا لامل و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مقدام بن معدیکرب رضي الله عنه ته پر اوږه لاس کېښود او ورته یې وویل: افلحت یاقدیم ان متّ ولم تکن امیرا ولاکاتباً ولاعریفاً (سنن ابوداؤد کتاب الخراج حدیث ۲۹۳۳) ومسند احمد حدیث ۱۷۲۰۵

اې قدیمه! که پرتا په داسې حالت کې مرګ راشي چې نه دې امارت کړی وي اونه دحکومت کاتب یې اونه دې هم دقوم نمايندګي کړې وي؛ نو بېشکه ته کامیاب یې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجيب الرحمان

محترم الخراساني صيب اسلام عليکم. که وخت ولرئ او دغه برخه د حديث (انّکم ستحرصون علی الامارة وستکون ندامة یوم القيامة فنعم الرضعة وبئست الفاطمة.

ژباړه: بېشکه تاسو دچوکۍ ترلاسه کولو کوښښ کوئ او دابه دقیامت په ورځ ستاسو دپښېمانۍ لامل وګرځي؛ ځکه چې دشېدو ورکوونکې ډېره نېکه وي له شېدو جلا کوونکې څخه) راته ژوره مانا او تفسير کړئ منندوى به مو يم.
په درناوى

الجاج استاذ بیانزی

خراسانی صاحب ، دا نوم خو دی د داعشیانو دی الله ج دی وکړی چه تاسی د هغوی په تعبیر نه وی خوښ کړی .
تاسی ښکلی لیکنه کړی پکی ویلی مو دی چه که یو څوک د یوی دندی له عهدی څرنګه چه لازمه ده نه شی وتلی باید نه هغه دنده تر لاسه او نه ورته ورکی شی ، په دی اړه مو احادیث لیکلی .
مګر نتیچه ګیری مو نه ده کړی ، چه یو کس که یی تواناایی ، پوهه او تجربه یا استعداد لری هغه کولای شی چه دنده خپله وغواړی او یا که څوک ورته دنده ورکوی باید هغه یی ومنی که نه ؟ لکه څو کسانو کی یو کس ناروغ او بل پکی طبیت دی او نور هم کم وزیات شخصی تجربی لری ، مګر ناروغی د خلکو د شخصی تجربو زیاته ده ، طبیت ږغ وکړی چه زه طبیت یم دد غه ناروغ درملنه به زه وکړم . دا چه هغه په خپله دغه دنده مفته یا په څه بیه غوشتی باید ورکړی شی که نه ؟ په دی اړه او داسی نورو احتمالی حالاتو په اړه مو باید څه لیکلی وی . زه منتظر یم ستاسی له معلومات وروسته به زه هم څه ولیکم که اړه وه یعنی دا پوښتنه باید ځواب شی ډیر ثواب لری مننه

محمد حذیفه

السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
ګوری يو درزق او دروزی او معیشت د ګټلو لپاره دنده ده، رسول کریم(ص) دداسې دندی له غوښتلو نه منع نده فرمایلی پدی شرط چی سړی په کښې په حرامو کښې ونه لویږی، هغه دنده چی رسول کریم(ص) ترینه منع فرمایلی هغه په خلکو د امارت او واک چلولو دنده ده، ځکه دداسې دندی د غوښتلوترشا لوی لوی مفاسد پراته دي نو ځکه یې رسول کریم(ص) پخپله خوله له غوښتلو منع فرمایلی. وسلام

محمد حذیفه

د جرح او تعديل لوي عالم علي بن المديني(رح) د امام بخاری (رح) استاد وایې چی د حدیث په متن او سند ځان پوهی کول نیم علم ده او د حدیث په اصل مقصود او مطلب ځان پوهی کول بل نیم علم دی. وسلام

الجاج استاذ بیانزی

حذیفه صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنۍ ! س

ستاسی دا خبره چه د نفقی تر لاسه کولو او ټولنیزو مسولیتو دندی سره توپیر لری منم چه توپیر لری ځینو ته خو ټولنیزو دندو کی زیاتی ګټی ترلاسه کول اومړول هدف وی نو دندی هم په زور، زر او تزویر ترلاسه کوی مګر مونږ به یی مثبت اړخ کی خبری وکړو . په دموکراسی او اسلام دواړو کی ټولنیزی لوی دندی باید دخلکو له خوا خلکو ته وویشل شی مګر د موکراسی کی یواځی د خلکو شمیر او هغه هم که په هر وسیله دخلکو هغه رایوی تر لاسه کولای شی حتی که د خلکو د رایو په شان حعلی رایو هم کاروی که نه په روپو خو یی رانیسی هغه رایو چه دروغو ، غلا او درغلیو تر لاسه شی هغه دخلکو رایوی هم نه دی هغو ته غلا شوی دندی وایی یا د بارنی استعماری فوڅونو او دالرو په واسطه که لوړی دندی تر لاسه کوی هغه خو بلکل توره بلا ده .
اسلام کی د د تولنیزو دندو د ورکولو یا ترلاسه کولو د پاره هم د ورکونکو او هم د اخستونکو رول د اهمیت، غور او ارزونو وړ دی . اخستونکی باید د هغو دند وړتیا ، استعداد او پیاوړ تیا ولری، څنګ کی ورسره تقوی هم ولری که د دی دندو په څنګ دټولنی له خوا په ښکاره څه معاش هم ترلاسه کړی ورته حلال دی ، د دندی اخستونکی کولای شی ټولنه کی لکه د مجتهدینو په شان علماوو او مشرانو له خوا باید د دندی اخستونکی دپاره معیاری لایحه جوړه شوی هغه ټولو ته مخکی له مخکی اعلانیږی هر اخستونکی د دندی کولای شی د هغه دندی دپاره ( که د هغه لایحی مطابق یا نزدی وی ځان ونوموی ) بیا هغه نومول شوی هغه د علماوو یا مشرانو کمیتی ته ورپيزندل کیږی دهغوی معیاری شرایطو له مخی ځينی لیری او ځنی پاتی کیږی بیا هغه پاتو شوو کسانو ته عام خلک رایوی ورکوی هر څوک چه د ډيرو رایو ګټونکی شو هغه دنده یی تر لاسه کړه . مګر د رایو ورکونکو دپاره هم لایحه شتون لری یعنی اسلام کی دعالم رایه د جاهل سره یو برابر نه ده . دا هغه خبری دی چه په اسلامی ټولنو او حکومتو کی تر سره کیږی زمونږ په شان اشغال شوی او غلامه اداره او د تولنی په مظلومیت کی د تطبیق وړ نه دی چه په رایو ورکولو یی د ګوتو له پری کولو وروسته هم رایوی خکندازو کی پریوزی او د یوه په ځآی ورته دوه ریسان وتاکی .

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close