افغانستان

جنرال رازق د عطا نور پر قدم: نه دې حکومت را وستلی یم او نه مي لري کولای شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق د یوې محلي راډیو سره په مرکه کې ویلي چې د اشرف غني په مشري حکومت نشي کولای هغه له خپلې دندې لیري کړي، ځکه چې هغه ددې حکومت په خوله نه دی راغلی بلکې د کندهار د خلکو په خوله راغلی او د هغوی په غوښتنه به ځي.

نوموړي دا خبرې په داسي وخت کې کوي چې ارګ لا د بلخ ولایت څخه د عطا نور په لیري کولو نه دی توانیدلی.

ارګ څه موده تر مخه اعلان وکړ چې عطا نور له دندې استعفا ورکړې او دوی منظوره کړې او پر ځای یې انجینر داود ټاکل شوی دی، خو تر اوسه پوري نه انجینر داود بلخ ولایت ته په تګ بریالی شوی او نه هم جنرال عطا نور ولایت پرېښودو ته تیار شوی دی.

جنرال رازق او عطا نور ددې تر مخه هم یو د بل څخه ملاتړ اعلان کړی

د کارپوهانو له نظره جنرال رازق چې د کندهار ولایت خود سری واکمن بلل کیږي، د دغه ولایت ټولې چاري يې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د کورنۍ سره په تقسیم په خپلو لاسونو کې اخیستي دي او د ګډحکومت واکمني یې هر وخت چلینج کړی چې له امله یې حکومت په دې وروستیو کې د هغه د لیري کولو په لټه کې دی.

خو ویل کیږي چې پخواني ولسمشر حامد کرزي او خپله جنرال رازق د شمالي ټلوالي په ملاتړ هڅې پیل کړي تر څو حکومت ونه توانیږي خبره تر کندهاره ورسوي.

جنرال رازق په کندهار کې د تبسم راډیو سره تازه مرکه کړې چې ټاکل شوې نن ماښام به خپره شي، خو ددغې راډیو خبریال او د رازق ملاتړي صدیق الله افغان یې ځیني خبرې پر خپل فیسبوک پاڼه نشر کړي دي.

رازق همداراز پر ګډحکومت تر نیوکې وروسته ویلي، حکومت اوس مهال ځینو سیمو ته د قدرت جزیرې نوم ورکوي، خو خبره یې ناسمه ده، دا د قدرت جزیرې نه، بلکي د خائینانو او معامله ګرو لپاره مورچې (کمینونه) دي.

صدیق الله افغان وايي کله چې مي د جنرال رازق څخه پوښتنه وکړه: ایا اشرف غني به په راتلونکو انتخاباتو کې بیا رايې وګټي او ولسمشر به شي کنه؟

رازق ویل: دا پوښتنه باید د موسی کلا د خلکو څخه وشي، څوک چې د اشرف غني د «قصدي نا امنۍ» څخه د طالبانو تر چړو لاندي دي.

د کندهار خلک پر جنرال رازق تور پوري کوي چې هغه له محکمې پرته خپل شخصي مخالفین په بې رحمۍ سره وژني او شخصي بندي خانې لري چې له امله یې د کندهار ولایت ټول یرغمل کړی. د نوموړي دغه کړني د ملګرو ملتونو د حقوق بشر له خوا هم څو ځله غندل شوي او هغه په جنګي جرمونو پړ بلل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
RAZMOHAMMED KAMAWALL

not for ashrafghani/but peoples must for the law make strong central government/and ask this warlords how they become millionaire, from where find one miliards dollers,
raziq is not strong,but have connect with karzai family.
many genrall bring other government but now they stay in home,
raziq is uneducated,he dont knows abc of army,
government will bring peace to the country.
after that this problem will solve soon,
NOW AFGHANS KNOW THE REAL FACE OF EVERY ONE, THANK YOU

مجيب الرحمان

I agree with you all the problem is Karzai the puppit of northernaliance and traitor in Afghanistan

عرفان الله

دا خو یو لوی واقعت دی چی حکمت نشی کولای چی یو داسی شخص چی هغه یواځی په نامه سره والی وی لری یی کړی ،نو دا د قومونو همکار قمندان ته خو لاچپ هم نشی کتلای ، دا حکمت یواځی داسی اشخاص ربړوی چی بی قومه او بی زوره وی، دا به هغه وخت کیږی چی سل چنده لوړه او ښه قناعت کونکی بدله ورته وکړی بیغیر له بدلی څخه امکان نه لری .

mha

This is the actual problem the government is facing, these warlords will not leave the government to work. In Karzai government it was worse, one time Karzai was walking with a guest toward his office in the palace and saw late Fahim sitting at his disk, the guest asked Karzai why is that person sitting at his place, Karzai response was “I Don’t know”

مجيب الرحمان

دلته بله خبره ده هغه دا چې عطانور د رازق پوډري له لارې پښتنو کې دوه درزه اچوي، يو د کرزي خاين په نوم دراني او بل د اشرف غني په نامه غلجي ننګوي. دوهمه موخه د عطاچور داده چې په درز د پښتنو کې د افغانستان دننه انارشي ښه راتلى او دى د قاچاقو مخدره توکو اوتاجکي سقاوي پاچايۍ واکدار پاتې کېدلاى شي، رازق بايد پدې پوه شي چې که د عطاچور په مقابل کې راجګ نشي ده ته هم د افغانستان دننه له شمالي مافيايي ډلې لخوا د مرګ پلانونه جوړ شوي او د کرزي د ورور پشان… نور لوستل »

کمال

په هغه هیواد کی چه د امریکا په مشری د ۴۸ اشغالګرو له خوا اشغال وی په هغه هیواد کی حکومت له کومه او والی له کومه ، قانون له کومه ، رد او تردید له کومه او قضاوت او عدالت له کومه ؟ اشغلګرو زمونږ دمظلوم اولس وژلو او بی عفتیو ته ځان ځانګړی کړی ، یو څو ملی خاینین او پلورل شوی یی چارواکی کړی او د راز محمد په شان نور ژباړن رسنی یی په دی تمویل او ماموره کړی چه څه پیشیږی تاسی به پکی د مثبتو او د اوس اصلی نمایندګانو خبری په ناولو غونډارو… نور لوستل »

pattang

زه د غني ، خرزي اونورو غلامانو سخت بد بین یم ،هغوی فاسده بې ناموسه د اشغالګرو سپي دي !
رازق خو رښتیا وایې هغه امریکایانو راوستلی او هغه به یې لرې کوي ، دا خو منطقي ده چې يو غلام بل نشي لرې
کولی څکه چې دواړه یې د یوو اشغالګر سپي دي !!

Back to top button
7
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x