نړۍ

خواجه اصف: امریکا پاکستان ته خیرات نه دی ورکړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ د امریکې ولسمشر ټرمپ د پاکستان په اړه په څرګندونو کې وویل چې د پاکستان سره یې په تیرو ۱۵ کلونو کې ۳۳ ملیارده ډالر کومک کړی خو په ځواب کې یوازي چل او دوکه تر لاسه کړې.

د ټرمپ د څرګندونو وروسته د دواړو هیوادونو تر منځ دیپلوماتیکي اړیکې کړکیچنې شوي دي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکې سفیر ور غوښتی او سخت احتجاج یې ورته کړی دی.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د ټرمپ نیوکې بې اساسه دي، هیڅ حقیقت نه لري.

نوموړي وویل چې کومې مرستې امریکا د پاکستان سره کړي، هغه یې په خیرات کې نه دي ورکړي، بلکې په مقابل کې يې ګټې تر لاسه کړي دي خو نوموړي هغه ګټې نه دی په ګوته کړي. خو زیاته یې کړه چې د امریکې پوځ د پاکستان د ځمکې څخه په ګټې اخیستنې په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره کار کړی.

هغه ویلي چې هیواد یې تیار دی د هغو مرستو تفصیل نړیوالې ټولنې ته ورکړي چې امریکا د پاکستان سره کړي دي.

د امریکې ولسمشر ټرمپ ویلي وه چې پاکستان داسي فکر کوي د امریکې ولسمشران احمقان دي. دوی زمونږ څخه په ملیاردونو ډالره واخیسته او په ورته وخت کې يې هغو «تروریستانو» ته پناه ځایونه ورکړه چې امریکا یې په افغانستان کې تعقیبوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف چې ددې تر مخه د دفاع وزیر وو، په خپلو توندو غبرګونونو مشهور دی، هغه تر دې وړاندي هم د ټرمپ نیوکو ته په ځواب کې ویلي وه چې په افغانستان کې دي د خپلې ناکامۍ تور پر پاکستان نه پوري کوي، امریکا د افغانستان جګړه بایللې ده او دا حقیقت چې څومره ژر ومني هغومره ورته بهتره ده.

د پاکستانيو رسنیو په حواله ټاکل شوې چې نن د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په مشري د وزیرانو شورا غونډه وشي او سبا د ملي امنیت شورا چې پوځي او سیاسي جګپوړي چارواکې به په کښي ګډون وکړي، د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه بحث وکړي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د پاکستان دفاع وزیر د ایکسپریس نیوز تلویزون سره په مرکه کې وویل چې دوی به کله هم امریکې ته اجازه ور نه کړي چې خپله د افغانستان جګړه پاکستان ته انتقال کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x