افغانستان

کندوز ښار کې چاودنه وشوه

نن ټکی آسیا : نن له غرمې مخکې پر یوولس نېمې بجې د کندوز ولایت په مرکز ، کندوز ښار کې د ملي اردو پر رینجر موټر د چپسکي ماین چاودنه وشوه.

امنیتي چارواکو پېښه تایید کړې، خو د تلفاتو او د چاودنې د هدف په اړه یې تر اوسه پورې څه نه دي ویلي.

د خبر بشپړ جزئیات:

د کندوز امنیه غلام مصطفی محسني له چاودنې وروسته له خبریالانو سره په اړېکه کې وویل، چې دا چاودنه د ملي اردو پر یوه رینجر باندې د مقناطیسي ماین له کبله او د ریموټ کنټرول په مټ رامنځته شوه.

نوموړي وویل، چې په پېښه کې د ملي اردو درې عسکر ټپيان شوي او موټر هم تخریب شوی. خو نور چا ته پکې زیان نه دی اوښتی.

د امنیه قوماندان په خبره ، د چاودنې موخه  د ملي اردو د یوه کنډک قوماندان و، خو نوموړی د چاودنې پرمهال په موټر کې نه و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x