fbpx
india fire

هند: د پټاکۍ جوړولو فابريکه کې اور لګيدو ۱۵ تنه وژلي

نن ټکی اسيا: د هندوستان مدهيه پرديش ايالت کې د ماشومانو لپاره د پټاکۍ جوړولو په يوه فابريکه د اور لګيدو له امله پنځلس کسان وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.
هندي رسنۍ وايي، چې مدهيه پرديش ايالت اجين ولسوالۍ کې د ماشومانو لپاره د اور پټاکۍ د جوړولو په کارخانه کې کارګران په خپلو کارونو بوخت و، چې ناببره کارخانه کې اور ولګيد.
ويل کيږي، چې نوموړې فابريکه کې شلو کسانو کار کاوه، چې پنځلس يې وژل شوي او پنځه نور ژور ټپيان دي.
په وژل شويو کسانو کې ۱۲ ښځې او يو هلک دی.
په ژوبلو کې د درې تنو روغتيايي حالت د انديښنې وړ دی.
پوليس وايي، چې د لومړيو راپورونو له مخې کارخانه کې يو مزدور سيګريټ څښلو وروسته د سیګريت پاتې شونی د پټاکيو په بارودو وغوځاو او فيکټرۍ کې اور ولګيد.
راپورونه وايي، چې کارخانه کې د اور مړه کولو آلات نه و، له همدې امله د مرګ ژوبلې کچه ډېره شوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د